په ترکيه کې د ترکيي امنيتي ځواکونو ۱۳۷ کردان وژلي دي

د ترکيي پوځيانو په تيره اونۍ کې د دغه هېواد د سيزر په ښار کې د ځانګړوپوځي عملياتو په ترځ کې ۱۳۷ کردان وژلي دي. دامطلب د کردستان د خلګود دموکراتيک ګوند استازي محمد يوكسل څر ګند کړی دي.

« په سيزر کې تیره اونۍ هغوي ۱۳۷ تنه وژلي دي» — دامطلب يوکسل څر ګند کړ. د ده په وينا د1031982724 وژل شووکسانو په منځ کې يو ځوان ژورنالست روحت اکتاس چې کردي ورځپاڼې ته يي کار کاوه ، شامل دي.

د ده په خبره د ترکيي پوځيانو خلګ ژوندي و سوځول، او ودانۍ يي ويجاړي کړي چې حتی څوک ژوندی پاتي نشي چې بل ځای ته لاړ شي « دوی د مخصوصو بمونو د کارونې څخه استفاده کړي چې په ودانيوکې ټول سوځوي » — دامطلب يو کسل څر ګند کړ.

د دغه سياستوال په قول ده ته له دې کبله ګواښونه کيږي چې درسنيو سره د انقرې د ناوړې کړنې په اړه معلومات شريکوي « زه دګواښ ليکونه تر لاسه کوم، چې ما هره ورځ وژني»- اکسيل وويل چې دی له دغو ګوآښونو ويره نه لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *