ولسمشر د عالمانو له سراسري شورا سره د ليدني پر مهال د امينت په ټينگښت کې ددوی رول حياتي ښودلی دی
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2016/03/images.jpg)
ولسمشر د عالمانو له سراسري شورا سره د ليدني پر مهال د امينت په ټينگښت کې ددوی رول حياتي ښودلی دی له دي سره ښاغلي غني ويلي څرنگه چي د پخلايني خبرو ته د زړه له کومي ليواله يو له هيواده د فاع ته هم بشپر چمتوالي لرو د عالمانو شورا هم له مخالفينو غوښتي ترڅو د پخلايني خبرو ته غاره کيږدي
په دي ليدنه کي چې تیره ورځ له غرمې وروسته تر سره شوې ولسمشر د عالمانو له لوري د هیواد امینتي سرتیرو د روحیې پیاوړتیا ته په نغوتې سره ویلي: د عالمانو د غوښتنې له مخې د پخلاینې خبرو لپاره مو شرط ندی وړاندې کړی او د دولت ټول مخالفین مو خبرو ته را بللي دي خو له دې سره له هیواده دفاع ته هم بشپړ چمتوالی لرو.
ښاغلي غني مخالفینو ته وویل: که چیرې ددې خاورې بچیان یاست عالمان ستاسو وروڼه دي نه بهرني ترهګر نو له دې مخې ددوی خبرو ته غوږ ونیسئ دوی ویلي: هر ډول کلمه چې امنیت ټیکاو او د خلکو هوساینې ته زیان اړوي د اسلام په خلاف ده.
په دې ناسته کې ولسمشر د فساد په هکله هم خبرې کړې ویلي یي دي: دوه دیرش جریبه ځمکه له غاصیبینو نیول شوې او دولت به دې بهیر ته دوام ورکړي.
د عالمانو شورا د یوې وینا پاڼې په خپرولو سره له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی او خبرې یې د ستونزو د هواری یواځینی لاره ښودلې ده په دې وینا پاڼه کې له مخالفینو غوښتل شوي ترڅو د پخلاینې خبرو ته غاړه کیږدي دې شورا له امریکا هم غوښتي ترڅو د سولې په برخه کې ریښتینی ګام پورته کړي.