نورستان ټول ټال اوه ولسوالۍ لري، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې یې یوازې یوه ولسوالي د طالبانو په لاس کې وه.

د افغانستان ختیځ نورستان ولایت سیمه ییزو چارواکو د وسله والو مخالفانو په لاس ددغه ولایت د درو ولسوالیو د ‘احتمالي سقوط’ په اړه خبرداری ورکړی.

د نورستان د ولایتي شورا مشر سعید الله نورستاني ویلي، وانت وایګل، کامدیش او برګمټال د وسله والو مخالفانو په کلابندۍ کې دي چې د سقوط خطر یې پisه ډېرېدو دی.

ښاغلي نورستاني وویل، کامدیش او برګمټال ولسوالۍ، چې له پاکستان سره شاوخوا ۱۲۸ کیلومتره ګډه پوله لري، د طالبانو له خوا کلابندې شوې دي.

نوموړی وايي، سلګونو طالب جنګیالیو وانت وایګل ولسوالي هم کلابنده کړې ده.

د نورستان د ولایتي شورا مشر خبرداری ورکوي، که چېرې هلته چاڼیز عملیات پیل نه شي، وانت وایګل به ژر د طالبانو لاس ته ولوېږي:

ولسمشر په دغو سیمو کې د چاڼیزو عملیاتو امر کړی، ډېر ژر به ګډ تصفیوي عملیات پیل شي. او موږ داسې وېره نه لرو چې ګني دغه ولسوالۍ دې، د سقوط په خطر کې وي

”په شاوخوا یو کیلومتر کې د ولسوالۍ پرسونل موجود دي، نژدې ټول کلي له طالبانو سره دي. په وایګل کې یو کیلومتر خاوره له دولت سره ده، نوره ټوله د طالبانو په لاس کې ده، د کامدیش د ولسوالۍ ودانۍ له دولت سره ده، نورې ټولې سیمې له طالبانو سره دي. که چېرې د ملي اردو او چاڼیز عملیات ونه شي، نو د وسوالۍ سقوط حتمي دی او د نورستان مرکز پارون هم تر ګواښ لاندې دی”.

سیمه ییز چارواکي هم په یادو ولسوالیو کې د امنیتي ګواښونو د ډېرېدو خبره تاییدوي

د نورستان د پولیسو مشر اکرام الدین سریع وویل، د افغانستان ولسمشر د نورستان په ځینو ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو د پیلولو امر کړی، چې ژر به پیل شي.

د نورستان د پولیسو مشر وايي، د هېڅ ولسوالۍ د سقوط خطر نه شته، او امنیتي ځواکونه په دغو ولسوالیو کې حضور لري:

”ولسمشر په دغو سیمو کې د چاڼیزو عملیاتو امر کړی، ډېر ژر به ګډ تصفیوي عملیات پیل شي. او موږ داسې وېره نه لرو چې ګني دغه ولسوالۍ دې، د سقوط په خطر کې وي”.

نورستان ولایت له پاکستان سره ګډه پوله لري او د افغانستان له ځینو شمالي ولایتونو سره په ګاونډ کې پروت یو غرنی ولایت دی.

د نورستان د ولایتي شورا مشر وايي، د ولایت مرکز پارون هم تر ګواښ لاندې دی

تېر کال د نورستان مرکز ‘پارون’ ته نژدې وانت وایګل ولسوالي یوځل طالبانو ونیوه، چې بیا وروسته یې حکومت د بېرته نیولو خبر خپور کړ.

په ۲۰۱۰ کال کې هم د نورستان برګمټال ولسوالي له څو ورځو پرله پسې جګړې وروسته طالبانو نیولې وه.

نورستان ټول ټال اوه ولسوالۍ لري، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې یې یوازې یوه ولسوالي د طالبانو په لاس کې وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *