مقتدي صدر

د عراق الاحرار ايتلاف مشر او د پيژندل شوي روحاني مقتدی صدر په حکومت کي د فساد د دوام په موخه د نيوکو په لړ کي ويلي فاسد حکومت بايد نسکور کړل شي

له عراقه د رارسیدو ریپوټونو له مخې، نږدې دوه سوه زره کسان چې د عراق د پیژندل شوي روحاني مقتدی صدر پلویان وو شینې سیمې په

مقتدي صدر
مقتدي صدر

نامه ځای کې سره را غونډ شوي وو په حکومت کې یې د سمون، د چوپړتیا ښه والي او په دولت د فساد د له منځه وړلو غوښتنه کوله.

د الاحرار ایتلاف مشر مقتدی صدر چې په پارلمان کې څلور دیرش او په کابینه کې درې څوکۍ لري په دې غونډه کې ویلي: هغه کسانو چې عراق له ماتې سره مخ کړی باید له واکه لرې کړل شي.

متقدي صدر – ” باید خپلواکه او ګټورو خلکو ته فورصت په لاس ورکړل شي او هغه کسان چې عراق یې له ستونزو سره مخ کړی باید ګوښه شي.”

مقتدی صدر ګواښ کړی که چیرې لومړی وزیر د فساد پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته نکړي نو په زور سره به د عراق شینې سیمې ته دننه شي.

د بغداد په شنه سیمه کې ډيری دولتي ودانۍ او بهرنی دفاتر شتون لري او خلک دې سیمې ته حکومت او خلکو ترمنځ د بیلتون سیمې په سترګه ګوري.

د جمعې په ورځ او د دوه سوه زره کسانو د لاریون پر مهال چې مشري یې مقتدی صدر کوله ټوله دا سیمه امینتي سرتیرو نیولې وه.

په دې وروستیو کې د عراق په دولت کې د ډير فساد پر وړاندې لاریونونوته زور ورکړل شوی دی په داسې حال کې چې د عراق لومړي وزیر د سمون راوستلو ژمنه کړې خو داسې ښکاري دا ژمنه څرنګه چې ښایي تر اوسه پلې شوې نده

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *