عراقي پوځيانو د الرمادي په ختيځ کې د « داعش » (چې فعاليت يي په روسيه کې منع دي) بريد شنډ کړي او ۱۷ ترهګر يي وژلي دي. دامطلب د السومریه تلويزوني چينل په انبار ولايت کې د هوايي قوماندان إسماعيل آل محلي له قوله ورکړی دي.

« د داعش وسلهبغلان (1) وال کسان د الرمادي په ختيځ الحميدي سيمه کې پر پوځي واحدونو حمله وکړه، خو ځواکونه وتوانيدل د دوی یرغل دفع کړي. چې په نتيجه کې ۱۷ وسله وال وژل شوي دي»- د امطلب قوماندان څر ګند کړي دي.

د ده په خبره پو ځيانو دوه کورونه چې ترهګرو دسنګرونو په توګه ترې ګټه اخستله، له منځه وړې دي. او ۱۲ چاوديدونکې توکې چې د ترهګروڅخه پاتي شوي، شنډ کړي دي.

اسماعيل ال محلي وايي چې د ال رمادي ختيځ د ابو عبيد په سيمه کې امريکايي هوايي الوتکو د « داعش » پر مرچلو درې ګوزارونه کړي دي. د ال محلي په خبره د دغو هوايي حملو په ترځ کې لږ تر لږه ۱۴ تر هګر وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *