د ترکيي يوي محکمي دوه سوريان د آيلان کوردي په گډون د پنځو کسانو د ډوبيدو په تور په څلور کلن بند محکوم کړي دي

«آيلان کوردي» هغه ماشوم وو چې د ډوبیدو له امله یې مړینې نړۍ وخوځوله او دا مسله ددې لامل شوه ترڅو اروپآ ته د کډوالو لاره هوره شي.

اوس د ترکیې یوې محکمې دوه سوریان د قاچاق په ډول ددې کسانو د راوستلو په تور په څلور کلن بند محکوم کړي دي ددې دوه کسان1951670_Page__2و وکیل ویلي: که چیرې زما موکیلین ترکان وی او دې ته په کتو سره چې ډيره موده یې په بند کې تیره کړې خوشي کیدل، خو دا دوه سوریان په ترکیه کې په غیر قانونې ډول د میشتیدو له کبله باید نور هم په بند خونه کې پاتې شي.

ده ویلي په دې دوسیه کې ویل شوي چې د ایلان کوردي پلار له نورو کډوالو پیسې تر لاسه کړې او د بیړۍ کپیتان هم وو خو د ایلان کوردي انځورونه فضا غمجنه کړې ده او دا ددې لامل شوه ترڅو په دې پیښه کې د لاس لرلو په تور د ایلان کوردي د پلار له نیولو لاره بنده کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *