په حلب کې د داعش والي په هوايي بمبارۍ کې وژل شوی دي
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2016/03/524507.jpg)
په حلب کې د داعش والي په هوايي بمبارۍ کې وژل شوی دي
د سوريي په شمال کې د هوايي بمباريو په ترځ کې عمرو العبسي (أبو عتير)، چې د « اسلامي دولت» د مشرتابه لخوا د ۲۰۱۴ کال د فبروري پر ۱۴ نيټه د حلب دوالي په توګه ټاکل شوی و، وژل شوی دي. دامطلب ريانووستي اژانس د SITE. څارنې د ډ لې له قوله ورکړی دي.
د دې ترڅنګ د «اسلامي دولت» د يوبل لوړ پوړې وسله وال عبد القادر بدوي د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی دي. په خبر کې نه دي ويل شوي چې دغه هوايي بريدونه چا کړي او دغه ترهګر څه وخت وژل شوي دي.