د بغلان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د خورشید ۲۰ په نوم عملیاتو کې چې شاوخوا ۴۰ ورځې مخکې د ډنډغوري سیمې د پاکولو له پاره پلان او پیل شوي وو، له ۲۸۰ زیات وسله وال طالبان په کې ووژل شول او ۲۰۰ تنه نور طالبان په کې ټپيان شول.

د بغلان والي عبدالستار بارز نن (جمعه) په دې ولایت کې په یوې خبري غونډه کې وویل، چې په وژل شویو او ټپي شویو طالبانو کې بهرن3G3C6911ي وسله وال هم وژل شوي دي.

د بارز په خبره، په دې عملیاتو کې ۱۱ تنه امنیتي سرتېري وژل شوي دي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

دی وايي، چې د خورشید ۲۰ په عملیاتو کې زیات شمېر درنې او سپکې وسلې افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د بغلان والي په دې غونډه کې وویل، چې په دې عملیاتو کې ولسي خلکو ته هم زیان رسېدلی دی او د ولسي خلکو لسګونه کورنه ویجاړ شوي دي.

په دې اړه تر اوسه پورې وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.

دغه عملیات په داسې حال پیل شول، چې وسله والو طالبانو شاوخوا ۸ میاشتې مخکې په ډنډغوري سیمه کې په څو امنیتي پوستو بریدونه وکړل او په دې سیمه کې یې شاوخوا ۳۰ تنه امنیتي سرتېري نیولي وو.

په ډنډغوري کې د عملیات له پیله له ۱۰ زرو زیاتې کورنۍ د بغلان او نورو ولایتونو سیمو ته کډه شول.

په دې سیمه کې د طالبانو له منځه وړلو وروسته دغو کورنیو له حکومته وغوښتل، چې د یو منظم پلان له لارې دې په دې سیمه کې دایمې ثبات راولي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *