افغان چارواکی په قطر کې د طالبانو د فتر سره همکاري کوي

افغان چارواکو موافقه کړي ده چې د قطرپه دوحه کې د «طالبانو» د استازو سره خبري اتري تر سره کړي. دامطلب نن پاکستاني ورځپاڼې «اکسپرس تريبيون» د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سیاسي معين حکمت خليل کرزي له قوله ورکړی دي.

.« په دوحه کې د طالبانو د غورځنګ استازيتوب د خبرو اترو بشپړه قانوني مرجع ده. په دې پړاو کې (د خبرو بهير) په اصطلاح د «قطر دفتر» زموږ د علاقي وړ دي. په راتلو119pbhzنکي کې، د کابل او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د پرمختګ سره، اړېنه بريښي د تير استازيتوب په دوام د نوې فورم په اړه خبري تر سره شي». دامطلب افغان سياستوال په کابل کې له پاکستان څخه د راغلي پلاوي سره په مشورتي غونډه کې څر ګند کړ. دغه لوړ پوړی افغان چارواکی وايي چې افغان حکومت د «قطر دفتر» د طالبانو هغه ډله مشروع بولې کوم چې د جون په مياشت کې يي ملا اختر محمد منصور د خپل مشر په توګه وټاکي او له نوموړي څخه پیروي کوي. د حکمت خليل کرزي په خبره افغان چارواکې د «قطر دفتر » په رسميت پیژنې او حق لري په خبرو کې د حقاني ګروپ وړاندې کړي.د حقاني ډله په افغانستان کې يوه خطرناکه ډله ده. د دغې ډلې وسله وال کسان د افغانستان او پاکستان په پوله کې «قبائيلي سيمو» ځای پر ځای دي او د «طالبانو » سره له نږدي همکارۍ کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *