په يونان کي د کدوال ماشومانو حالت د انديشني ور دي د ملگرو ملتونو له ماشومانو د ملاتر اداري يا يونسف له دي سره ويلي په يونان کي ماشومان د خورو روغتيا تيري او له کورنيو د بيلتون له گواش سره مخ دي

د ملګرو ملتونو له ماشومانو دملاتړ اداری یا یونسف په یوې خپرې شوې خبر پاڼه کې ویلي: په یونان کې کډوال ماشومان په ډير بد حالت کې شپې ورځې تیروي دوی په خلاصه فضا کې بیده کیږي او ډیر لږ خوړو او د روغتیا ته لاس رسی لري دوی ویلي ډيری دا ماشومان له تیریو او ناوړه ګتې اخستنی له ګواښ سره مخ دی او د کډوالو لوړه شمیره ماشومان جوړويکډوال-700x336.

بابر بلوچ – ” ددې کډوالو چې له کورنیو سره را ځي څلور دیرش سلنه یې ماشومان دي ددې کسانو پنځه پنځوس سلنه میرمنې او ماشومان جوړوي چې بد حالت سره مخ دي دلته ستونزې وګورئ باید ددې ستونزو د هواری هڅې وشي خو ماشومان او میرمنې ډيره پاملرنې ته اړتیا لري.”

په یونان کې د یونسف یا له ماشومانو د ملاتړ صندوق ویاند زیاته کړې:

” حالت په ریښتینې توګه د زغملو وړ ندی دوی مرستې او ملاتړ ته اړتیال لري نو له دې مخې د اروپایي تولنې له لوري باید د همغږۍ ګام پورته کړل شي اروپایي ټولنه باید دې انساني ناورین پر وړاندې چې د ورځې په تیریدو سره د ډیریدو په حال کې دی لاس په کار شي.”

اروپایي ټولنه چې د کډوالو له ډیریو ستونزو سره لاس او ګریوان ده د اوه سوه یورو په ارزښت د مرستې نوې لړۍ پیل کړې ده د بابر بلوچ په وینا: په یونان کې د نورو په پرتله د ماشومانو ستونزې ډيرې دي.

بابر بلوچ – سخنگوي يونيسف در يونان

“ماشومان له ټولو ګواښونو او ستونزو سره مخ دي یعني له هغه ګواښونو سره چې اوس مهال دوی په دې سیمه کې ګواښي له ناوړه ګټې اخستنې تر ناروغیه او دوی ته ښونځی د خوب په لیدو اوښتی دی.”

انتظار علي چې د دوه عراقي ماشومانو په مور ده د نو میاشتو ماشوم یې پر پوست دی شپږ ورځې کیږي چې د یونان او مقدونیې په پوله کې بنده ده دا وایې: “زه د خپلې ناروغي په هکله اندیښمنه یم سړه هوا مونږ ګواښي ماشومان مو تودو جامو ته اړتیال لري د اوسیدو ځای نلرو.”

بې پولې ډاکټران ووایي ماشومان د سړې هوا او د نورو ستونزو له امله په بد حالت کې دي او دوی له تنفسي ستونزو سره لاس او ګریوان دي

محمد غريب – “ده ویلي باران وریږي هوا سړه ده له دې امله چې امکانات شتون نلري د ډیرې ساده ناروغۍ شونتیا نه لیدل کیږي او کډوال هم د تل په څير د راتګ په حال کې دي”

په زرګونه آسیایي ماشومان د ترکیې له لارې یونان ته رسیدلي او یو شمیر یې هم په سمندرونو کې د ماهیانو خوراک ګرځیدلي چې کوچونۍ یې یو میاشتینی وو خو له دې ګواښه په وتلو سره هم ددوی ستونزو پای ته ندي رسیدلې دا له شیدو تش شیر چوک دی چې د ماشومانو د ستونزو د کچې ښکارندویي کوي دا د هغه ماشوم دی چې کورنۍ یې د ښه ژوندانه په موخه اروپا ته مخه کړې ده

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *