په ولسمشری ماڼۍ کې د ملي شورا او کابيني د غړيو ترمنځ ناسته تر سره شوې ده په دې ناسته کې ښاغلي غني د دريو قووو د خپلواکۍ پر ساتني ټينگار کړی دی

په دې ناسته کې چې تیره ورځ ماښام مهال تر سره شوه ولسمشر ویلي: د ملي شورا د نوي پړاو په پیلیدو سره به د دولت درې ګونې قوې له یوه بل سره د مرستې او یوه بل ته د لاس په ورکولوسره د روانو ستونزو پر وړاندې مبارزه وکړي ښاغلي اشرف غني د دری ګونو قوArg-d-وو د خپلواکۍ پر ساتلو ټینګار کړی دی.

د ملي شورا او کابینې په ګډه ناسته کې اجرایي ریس د ولایاتو د ستونزو پر هواری ټینګار وکړ چې د ځینې استازو به آند له هیره ایستل شوي دي او په دې ولایتونو کې پروژې ندي پلې شوې ښاغلی عبدالله ویلي دا پروژې باید له نږدې وڅیړل شي او کابینه یې په هکله پریکړه وکړي.

له دې سره ښاغلي عبدالله په امنو سیمو کې د پوستو د ځای پر ځای کولو غوښتنه وکړه چې موخه یې د امنیتي سرتیرو د مرګ ژوبلې مخنیوی وه

د ملي شورا او کابینې ناسته تیره ورځ ماښام پیل او تر سهاره یې دوام درلود په دې ناسته کې د ستونزو په ډاګه کیدو او د حل لارو پر رامنځ ته کیدو ټینګار شوی دی

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *