د امريکا د ولسمشري نوماندي لپاره د ترامپ پر پرمختگ جمهوري غوشتونکو انديشنه شودلي ده په داسي حال کي چي ترامپ په دي وروستيو لومرنيو تاکنو کي د پام ور رايي تر لاسه کري دي ددي گوند پيژندل شوي خيري سناتور گراهام ويلي ترامپ به په وروستيو سياليو کي ماته وخوري

په دې وروستیو شپو ورځو کې د جمهوري غوښتونکو یو شمیر مشرانو لکه پل رایان د ولسي جرګې ریس او سناتور ګراهام د دونالد ټرامپ د سیاست پر وړاندې دریځ غوره کړی دی.

ترامپ ادعا کوي چې د یوالي یو غوره نوماند دی خو د جمهوري غوښتونکیو ګوند لویه برخه دده 151208013424_sp_donald_trump_624x351_reutersپر سیاستونو نیوکه کوي او دده له دریځ سره مخالف دي.

له دې ګوند څخه سناتور لیندز ګراهام د چهار شنبه په ورځ خبرداری ورکړ چې ښاغلی ترامپ به په ټولټاکنو کې له ماتې سره مخ شي. ده خبرداری ورکړ که چیرې د ګوند نوماند شي ټاکنې به هیلاري کلنټون وګټي.

ده ویلي مونږ اړ یو تر څو په اوسنیو حالاتو کې له دور تد کرزوڅخه را تاو شو ځکه دا د ترامپ د لارې یواځینی مخینوی دی زه حتی په دې هم باوري نه یم

وروستي اختلافات له هغه وروسته ډیر شول کله چې یوه نژاد پاله مشر د ټرامپ څخه ملاتړ اعلان کړ.

بل لور ته د کنګرې پیژندل شوي غړي په ټوکه ویلي: که چیرې ټرامپ نوماند شي دی به له سیاسته لاس واخلي. د جمهوري غوښتونکو یوه بل نوماند مارکو روبیو ویلي شونې نده چې په ټولټاکنو کې به ګوند له ټرامپ څخه ملاتړ وکړي.

د نیویارک ټایمز د ورځپاڼې د ریپوټ له مخې یو شمیر استازو پریکړه کړې چې د ترامپ پر وړاندې یو لاس شي. له بل لوري د سیاسي سلامتیا مرکز په یوه ریپوټ کې ویلي د جمهوري غوښتونکو پلویانو د سه شنبې ورځې له ټاکنو وروسته د ترامپ پر خلاف اته زره پنخه سوه پاڼې خپرې کړي دي د امریکا ولسمشر بارک اوباما څه موده وړاندې ډاډ ورکړی وو چې ټرامپ به د امریکا ولسمشر نشي ځکه چې د امریکا د تشخیص په قوې باور لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *