څلور پوليس د خپلو ملګرو لخوا ووژل شول
د کندهار- اروزګان پر لويه لاره د يوې امنيتي پوستې څلور پوليس د خپلو ملګرو پوليسو له لوري وژ شوي دي.
دغه پېښه تېره شپه د اروزګان – کندهار پر لويه لاره د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ په تغارک سيمه کې رامنځته شوې ده.
د شاوليکوټ ولسوالۍ يوې باوري امنيتي سرچينې وويل، چې د کندهار- اروزګان د لويې لارې په اوږدو کې د تغارک سيمې د پوستې قوماندان په رخصتۍ تللى و او په پوسته کې ١٤ پوليس پاتې وو.
سرچينه وايي، تېره شپه د يادې شوې پوستې څلور پوليس وژل شوي او ١٠ نور نادرکه دي.
د سرچينې په خبره، د پوستې اړوند وسلې او مهمات هم وړل شوي دي.
دغه سرچينه ګومان کوي چې کېداى شي د دغې پوستې د پوليسو له منځ څخه چا له وسله والو مخالفينو سره اړيکې جوړې کړې او دغه کار يې تر سره کړى وي.
خو د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني وويل، دغه پېښه په کندهار کې نه، بلکې د اروزګان ولايت په ساحه کې شوې ده.
نوموړي په دې اړه نور جزييات ور نه کړل.
بلخوا د اروزګان ولايت امنيه قومانداني مني، چې وژل شوي پوليس دوى پورې مربوط و.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ سرپرست سمونوال محمد اکبر شينوراي پژواک اژانس ته وويل، چې د يادې پوستې ځينو پوليسو له طالبانو سره لاس درلود .
هغه زياته کړه چې تېره شپه دوى طالبان پوستې ته رابللي وو او دهغوى په مرسته يې څلور پوليس وژلي ، خو درې نور پوليس تښتېدلي دي.
د دغې پېښې په اړه وسله والو مخالفينو هم څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د اډول پېښې په سوېلي ولايتونو کې ډېرې شوې دي.