په كندوز كې يو ماشوم ځانمرګى تر بريد وړاندې نيول شوى امنيتي مسوولينو په كندوز كې د حبيب الرحمن په نوم يو شپاړس كلن ماشوم تر ځانمرګي بريد وړاندې نيولى دى.

حبیب الرحمن چې اصلا د فاریاب ولایت اوسیدونکی دی، کندوز ته د دې لپاره راغلی و، چې د قچې سیمې په دیني مدرسه کې زده کړې وکړي خو د مدرسې د استادانو لخوا د انتحاري لپاره چمتو شوی وimages__stories__image2015__province__nort-east__habib-1.

دغه ماشوم ته ويل شوي وو چې دشت ارچي ولسوالۍ كې پر افغان امنيتي ځواكونو ځانمرګى بريد وكړي.

د کندوز امنیه قومندان پاسوال محمد قسیم جنګل باغ وایي مخکې له دې چې حبیب الرحمن ځانمرګى بريد وکړي، دشت ارچي ولسوالۍ ته په لاره د افغان امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوى دى.

حبیب الرحمن هم پخپله اقرار کوي چې غوښتل یې انتحاري حمله وکړي: (( د استادانو لخوا راته ویل شوي وو چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې هغه افغان امنیتي ځواکونه چې په جګړه کې بوخت دي ټول کافران دي.))

دا لومړی ځل نه دی چې په کندوز كې ماشومان د ځانمرګو بريدونو لپاره تربیه کیږي بلکې تر دې مخكې هم د امنیتي ځواکونو لخوا داسې ماشومان نیول شوي چې د ځانمرګو بريدونو لپاره رهبري شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *