ملګري ملتونه وايي تيار دي چې په سوريه کې د امریکا او روسيې په مرسته له اوربند وروسته کلابندو سيمو ته خوراکي توکي واستوي.

د خوراکي توکيو د لېږد لړۍ د دوشنبې په ورځ (۲۹ فبروري) پيل شوه او اټکل کېږي چې راتلونکو پنځو ورځو کې به په کلابندو سيمو کې نژدې ۱۵۰ زرو کسانو ته خواړه ولېږل شي.

ملګري ملتونه هيله من دي چې د مارچ مياشتې تر پايه به شاوخوا ۱.۷ ميليون وگړو سره مرستې وکړي.

له اوربند وړاندې د لويديځ ځينو حکومتونو پر روسيې تور لګاوه چې په خپلو هوايي بريدونو کې د بشار اسد مخالف ياغيان په نښه کوي خو مسکو وايي يوازې پر هغو اورپکو ډلو هوايي بريدونه کوی چې د ملګرو م160229110131_syria_aid_640x360_reuters_nocreditلتونو له خوا ترهګر پېژندل شوي دي.

کلابندو سيمو ته د مرستو دا لېږد يو مهم او حياتي چانس بلل کېږي. دد لوېديځ پر ملاتړ د ياغيانو او د حکومت ترمنځ دا اوربند د سرغړونو شکايتونو او په حلب کې له هوایي بريدونو سره پر ځای پاتې دی.

په دمشق کې مېشت د سوريې لپاره د بشري مرستو تنظيمونکی يعقوب ال هېلو وايي اوربند اوس دا فرصت برابر کړى چې د سوريې هغو برخو ته هم مرستې ولېږدوي چې وړاندې يې امکان نه درلود.

نوموړی وايي هره مياشت د سوري په ميليونو وګړو ته مرسته لېږودل کېږي، خو هغه چې په کلابندو سيمو کې ژوند کوي د مرستو لېږد ورته ګران دی.

ښاغلی يعقوب زياتوي مونږ ته په زړه پورې ده چې په دې وروستيو څو ورځو کې کلابند شويو سيمو ته هم د مرستو په لېږد وتوانېدلو. د نوموړي په وينا دغه ژوند ژغورونکې مرستې د انسانانو ژوند ژغورنې لپاره ډېرې اړينې دي.

د سوريې د چارو يو شمېر څارونکي وايي د دې لپاره چې دغه اوربند دوام وکړي نړيواله ټولنه په ځانګړې توګه هغههېوادونه چې د سوريې په چارو کې زيات ښکېل دي، بايد په هغه ډلو فشار راوړي چې له اوربند څخه سرغړونې کوي.

وړاندې له اوربند څخه د يو شمېر سرغړونو په اړه راپورونه ورکړل شوي وو، خو ويل کېږي اوس حالت تر پخوا ډېر ښه دی. مسکو هم له سرغړونو شکايت کړی خو وايي په لويه کې اوربند پر ځای دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *