برتانيا تونس ته د ليبيا څخه د «اسلامي دولت »جګړه مارانو د نفو‌ذ د مخنيوي په موخه ۲۰ کسيزه پوځي روزونکې ډله د مرستي په توګه ليږي.دامطلب د برتانيا د دفاع وزير مایکل فالون دانګلستان د پارلمان په غوڼده کې څر ګند کړ520125.

« د څلورمي پياده لوا څخه ۲۰ تنه پوځيان تونس ته استول کيږي تر څو د لیبيا څخه تونس ته د ناقانونه کسانو دليږد په مخنيوي کې د تونس هيواد سره مرسته وکړي » — دامطلب فالون څر ګند کړ.

د برتانيا د د فاع وزير په خبره « دی دليبيا په ساحل کې د داعش دنفوذ په اړه ډير په انديښنه کې دي»

برتانيا تونس ته خپل پوځي روزونکې د استولو پريکړه په داسي حال کې کوي چې لويديځ له دې کبله انديښنه ښودلي ده چې «اسلامي دولت» هڅه کوي په مديترانه کې ترهګرۍ بريدونه د ليبيا هېواد څخه په ګټه اخستو تر سره کړي.- دامطلب اژانس ور کړی دي.

په تونس کې تيرکال د ترهګرۍ بريد له امله ۳۸ تنه ووژل شول چې ۳۰ تنه يي انګريزان ول. د دغه ترهګرۍ بريد مسئوليت «اسلامي دولت» پر غاړه واخست.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *