د ایران په انتخاباتو کې اصلاح غوښتونکي مخکې دي
تمه ده چې د ایران د پارلماني انتخاباتو وروستي نتایج به د دوشنبې په ورځ اعلان شي.تمه ده چې د ایران د پارلماني انتخاباتو وروستي نتایج به د دوشنبې په ورځ اعلان شي.
مقدماتي نتایج ښيي چې اصلاح غوښتونکي او منځلاري، چې د غربي هیوادونو سره د مذاکراتو طرفدار دي، په پارلماني انتخاباتو کې مخکې دي.
په عین وخت کې، د ایران جمهوررئیس حسن روحاني او پخوانی جمهوررئیس اکبر هاشمي رفسنجاني د خبرګانو د مجلس په انتخاباتو کې ترنورو مخکې دي.
د خبرګانو د مجلس وظیفه دا ده چې د ایران د ستر مذهبي مشر په کارونو باندې څارنه کوي او د دې صلاحیت لري چې نوی مذهبي مشر وټاکي.
د پارلماني انتخاباتو اخري نتایج به د دوشنبې په ورځ اعلان شي، خو مقدماتي نتایج ښيي چې محافظه کاران شا ته دي.
د تهران د ۳۰ څوکیو نه د ۲۶ لپاره په سیالیو کې اصلاح غوښتونکي کاندیدان مخکې دي. د اصلاح غوښتونکو د ۳۰ څوکو نه ۲۹ یې ګټلي دي.
پرون د ایران جمهوررئیس روحاني د ایران د دولتي رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې انتخابات به حکومت ته لا ډیر اعتبار او قدرت ور په برخه کړي.
روحاني د ایران خبرې دولتي آژانس ایرنا ته ویلي دي «رقابت پای ته ورسید. اوس یې وخت دي چې د ایران د اقتصادي انکشاف لپاره نوی فصل پرانستل شي چې په داخلي قابلیتونو او نړیوالو فرصتونو باندې ولاړ وي.»
دغه انتخابات د ایران د اټومي پروګرام په سر د موافقې نه وروسته لومړي انتخابات وو.
د دغو انتخاباتو نتایج به دا هم څرګند کړي چې آیا د غربي هیوادونو سره د مذاکراتو طرفداران به د اټومي پروګرام په اړه د خپل دریځ لپاره د خلګو ملاتړ ترلاسه کړي او که نه