د مالي فساد اړوند تورونو څخه د مالیزیا د لومړي وزیر د ژغورلو په تړاو د سعودي عربستان هڅې

د مالي فساد اړوند تورونو څخه د مالیزیا د لومړي وزیر د ژغورلو په تړاو د سعودي عربستان هڅې

کولالامپور — په مالیزیا کې سیاسي اړخونه دنجیب تون عبدالرزاق حکومت د مشرانو له لوري له مالي فساد پیښو سره تړلي چې په ښکاره د بشر له حقونو سرغړونه ښکاري. په داسې حال کې چې د بښنې نړیوال سازمان په خپل وروستي خپاره شوي ریپوټ کې چې کلنۍ وو، په مالیزیا کې د بشر له حقونو د سرغړونې په هکله ټینګار کړی دی. د مالیزیا سترې محکمې د نجیب تون عبدالرزاق دولت مشران له میلیاردي اختلاساتو څخه چې ددوې له لوري ترسره شوي وو پآک وګڼل. په همدي توګه رسنیو د مالیزیا د لومړي وزیر نجیب تون عبدالرزاق د تبریې په موخه د سعودي عربستان له فشارونو خبرورکړی دی.

په دې وروستیو میاشتو کې د مالیزیا د لومړي وزیر د مالي فساد په هکله ډير ریپوټونه ورکړل شوي دي. د تیر زیږدیز کال په نیمایي کې، له سعودي عربستان څخه د مالیزیا د لومړي وزیر له لوري د بډې تر لاسه کولو په هکله مالومات خپاره شول چې په لړ کې یې د مالیزیا سترې محکمې د دوه زره دیارلسم کال د ټاکنو په لړ کې د لومړي وزیر له لوري د سعودي عربستان لخوا د شپږ سوه یو اتیا میلیونو ډالرو د تر لاسه کولو خبر ورکړی و.

په مالیزیا کې د بشر حقونو فعالینو، سعودي عربستان په مالیزیا کې پر مذهبي لږکیو د فشار په موخه او په دې هیواد کې د بنسټپالوروزونکو ښونځیو د رامنځ ته کولو په هکله فشار راوستلی وو. له دې سره چې اوس مهال لسګونه مذهبي بنسټونه او د ترهګرو د رزونې مرکزونه د عربستان په بودیجه فعالیت کوي. په دوه زره نهمکال کې د نجیب عبدالرزاق حکومت په رامنځ ته کیدو سره په دې هیواد کې د دولس امامه شیعیانو د ځپلو ریپوټونه ورکړل شول او په دې هیواد کې په لسګونه شیعه مذهبي نیول شوي او بندخونو ته استول شوي دي. له دې سره بشر حقونو د ربڼونې انځورونه خپاره کړل په دې بندخونو کې د شیعه مراسمو د تر سره کولو لپاره ډيری کسان چې ښځو او ماشومانو هم پکې شتون درلود نیول شوي دي

Author

خروج از نسخه موبایل