جمهور رئیس غني د کندهار امنیت د ډاډ وړ بللی

کندهار ته د جمهور رئیس غني د سفر په وخت د دغه ښار په واټونو کې د هغه د هرکلي لپاره په بورډونو شعارونه لیکل شوي دي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د کندهار د حالاتو د ارزولو او ددغه ولایت سیمه ایزو چارواکو، قومي مشرانو سره د خبرو لپاره نن د چهارشنبې په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ دغه ولایت ته سفر وکړ.

جمهور رئیس غني د کندهار د ولایت په تالار کې د دغه ولایت قومي مشرانو، دیني عالمانو او مخورو یوې غونډې ته په وینا کې د کندهار امنیتي وضعیت وستایه، وې وویل چې په ولایت کې د ښه امنیتي وضعیت د ټینګیدو له امله د ده څخه د خلکو غوښتنو هم اقتصادي بڼه لرله.

هغه هیله وښوده چې په نورو ولایتونو کې هم خلک ورڅخه همداسې غوښتنې ولري.

ښاغلي غني د کندهار د مشرانو غوښتنو ته په ځواب کې هغوی ته د بریښنا، سړک، نساجۍ د فابریکې او د جامعه عمر د رغولو وعده ورکړه، وې ویل لکه چې د هرات او کابل ښاروالانو سره یې په دغو ښارونو کې د انکشافي پروژو د عملي کولو په برخه کې د قرضو د برابرولو وعده کړې، دغسې به د کندهار ښاروالۍ ته هم په قرض پیسې برابرې کړي.

د کندهار ولایتي چارواکي وایي چې جمهور رئیس غني به په کندهار کې د ننني سفر په ترڅ کې به د هوایي ډګر تیرې میاشتې د برید د قربانیانو د کورنیو غړو سره هم وګوري.

په دغه ډله ایز برید کې تر پنځوسو کسان چې د امنیتي کارکوونکو سربیره ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو وژل شوي وو او تر څلویښتو نور ټپیان شوي وو.

ښاغلي غني نن د چهارشنبې د سهار په لسو بجو له کابل څخه کندهار ښار ته رسیدلی دی.

په سیمه کې د امریکا غږ خبریال وایي جمهور رئیس غني د کندهار د ولایت مقام ته په یوه هلیکوپتر کې ورغی او د هلیکوپتر څخه د ښکته کیدلو سره سم په دغه ښار کې د خرقې شریفې زیارت ته لاړ.

د جمهور رئیس غني سره د کتنې لپاره دې غونډې ته تر دریو سوو پورې قومي مشران، ديني عالمان وربلل شوي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل