د اروزګان یوې پوستې لس پولیس په ناڅرګند ډول وژل شوي
په اروزګان ولايت کې د يوې امنيتي پوستې لس پوليس د يوه بل پوليس په مرسته طالبانو وژلي دي
د ولسوالۍ د تورې ګارې سيمه په پوسته کې ټول ١٢ پوليس وو، خو يوه يې له وسله والو طالبانو سره لاس درلود.
تېره شپه وسله وال طالبان راغلي او د خپل پوليس ملګري په مرسته يې د پوستې د قوماندان زين الله په ګډون يې ١٠ پوليس وژلي او د هغوى وسلې يې هم له ځان سره وړې دي.
د ولسوال په وينا، کېداى شي دغه پوليس لومړى مسموم او بيا وژل شوي وي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.