ریاض په سوریی کی د امریکا د څارګری اداری د پټو عملیاتو مادی ملاتړ کوی
The New York Times خبر ورکوی، چی د امریکا د څارګری اداری پټ عملیات چی د سوریی پاڅونکوونکو ته د وسلو ورکړه ده، سعودی عربستان پوری ډیر کلک تړلی عملیات دی.
د څو لسیزو په اوږدو کی سعودی عربستان د امریکا د هغو پټو عملیتو مادی ملاتړی وو، چی په لری سیمو کی یی تر سره کول او په دی هکله راز یی هم خوندی ساته. دوی کله ناکله په ګډه توګه عمل کړ. کله نا کله یی د
د «ریا نووستی» خبری آژانس خبر ورکوی، چی په لیکنه کی زیاته شوی چی؛ خو اوسمهال په اړیکو کی د نفتو د وارداتو په کچه کی د ایران او امریکا د نژدیتوب له کبله بدلون راغلی. خو له دی سره سره د دوی اتحاد د سعودی عربستان د پیسو او ګډو ګټو له برکته دوام لری. د دغو ګډو پټو عملیاتو له امله امریکا نه غواړی، په سعودی عربستان کی د بشر د حقوقو د تیروتنو په هکله نیوکی وکړی.