په سوريه کې روسيې هوايي بريدونو ددولت وسله والو مخالفينو ته درانه زيانونه اړولي دي

د ريپوټونو له مخي د سوريي وسله وال مخالفينو په ټولو په ځانگړې توگه په لويديځ کي خپل ځواک له لاسه ورکړی او اوس مهال په دفاعيي حالت کي دی بله خوا امريکا او روسيي ډاډ ورکړی چي له نښتو سره به464A301A-CF51-4662-BF7B-4E517B2093E1_w640_r1_s په راتلونکې کي د سولي په موخه غونډه پيل شي

په سوريه کي د داعش النصري جبهي او يو شيمر نورو وسله والو پر وړاندې د روسیې هوایي بریدونه څلور میاشتې وړاندې پیل شول او اوس رویټرز خبرې آژانس لیکلي چې دې بریدونو د سوریې دولت وسله وال مخالفینو سخت ځپلي او دولتي ځواکونه پیاوړي شوي دي. ده ویلي د سوریې په لویدیځ کې چې دا سیمه د دواړو خواوو لپاره ډیره مهمه ده د دولت وسله والو مخالفینو ته درانه ګوزارونه اوښتې دي د ریپوت له مخې د روسیې ځواکونو بریدونه ډیر شوې او په دې سره وسله وال خپل دوسلو ساتنځایونه له لاسه ورکوي.

د روسیی د دفاع وزارت ویاند هم تیره ورخ په یوه خبری ناسته کې وویل ددوی ځواکونو له پنځو ورځو راهیسې شپږ سوه اوه دیرشې مرکزونه په نښه کړي دي.

اگور کوناشنکو – ” روسي هوایي ځواکونو په تیرو پنځو ورځو کې یوسل درې اویا الوتنې کړې چې په لړ کې یې شپږ سوه اوه دیرش مرکزونه په نښه او له منځه وړل شوي دي.”

یوې روسي سرچینې رویټرز ته ویلي: شمال لویدیځې سیمې زمونږ لپاره ډيرې مهمې دي او د دولتي سرتیرو لاس ته ددې سیمو لاس ته لویدو سره به په سوریه او ترکیه کې د وسله والو ترمنځ اړیکې پرې شي. د سوریې آزاد پوځ یوه چارواکي جمیل صالح ویلي: مونږ اس مهال په دفاعي حالت کې یو. همدارنګه د نړیوال اقتصاد په تړاو د غوندې په څنډه کې د روسیې او امریکا بهرنیو چارو وزیرانو دلیدنې پر مهال پّ سوریه کې د نښتو له دوام سره ددې هیواد سولې په هکله د خبرو پر پیلولو ټینګار کړی دی. دوی ویلي دا ناسته به د روانې اونۍ په پاې کې پیل شي.

سرگئي لاوروف – ” مونږ نغواړو چې د سوله ایزو خبرو نیته له جنورۍ څخه فبرورۍ ته وغځوو دا د امریکا او روسیې دریځ دی   مونږ په ډې ډاډه یو چې د جنورې میاشتې په راتلونکو ورځو کې به دا ناسته پیل شي.”

د روسیی او امریکا په ګډون یو شمیر هیوادونه د سوریې په چارو کې ښکیل دي او تر اوسه دوی په دې هکله چې په دې ناسته کې به کومې ډلې ګډون کوي او کومې نه   هوکړې ته سره ندي رسیدلي بله خوا د دولت وسله والو مخالفینو د جیش اسالام ډلې مشر محمد علوش خپله مرکه چې ټاکلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *