د پاکستان پوځ ويلي د پيښور پر پوهنتون د بريد په هکله يي ډيری مالومات را ټول کړي او بريدگرو په خپلو خبرو کي له افغاني سيمکارتونو کار اخستي دي

په دي بريد کي چي تيره ورځ د پاچاخان پر پوهنتون تر سره شو له اويا ديرو کسانو ته مرگ ژوبله اوښتي دهimages__stories__012011__r sharif-1

د پاکستان پوځ د عمومي اړیکو مسول ډګر جنرال عاصم باجوه، د پیښور پاچان خان له برید وروسته چې تیره ورځ تر سره شو په یوه خبري ناسته کې ویلي: بریدګرو د نښتې پر مهال له خپلو همکارانو سره په خبرو کې له افغاني سیمکارتونو څخه کار اخستی او پاکستاني مسولینو ددې سیمکارتونو په هکله ډیر مالومات تر لاسه کړي دي. باجوه زیاته کړې: مونږ په ډې هکله چې دا کسان څوک وو له کومه ځایه راغلي او څه ډول کسانو را استولي وو بشپړ مالومات تر لاسه کړي دي خو ددې مالوماتو د حساسیت له امله اوس نغواړو چې دا مالومات خپاره کړو. له دې سره د پاکستان پوځ د بریدګرو د پیژندګلوی په هکله په مالوماتو کې له ډير پرمختګه هم خبر ورکړی ویلي يې دي، مونږ د ترهګرو ځالې له منځه وړې او دوی اوس مهال د افغانستان خاورې ته پناه وړې ده او اوس مهال د پولې پوره غاړه کې فعالیت کوي او د پاکستان پر وړاندې د بریدونو په تړاو لارښونې د بهرنیانو له لورې تر لاسه کوي. د پیښور چهارصدې د پاچاخان پر پوهنتون برید کې شل کسان وژل شوي دي. د پاکستاني طالبانو یوه قومندان د برید پړه پر غاړه اخستې او یو شمیر باکستاني رسنیو هم ویلي چې بریدګر د پاکستان اوسیدونکي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *