یو شمېر افغان زلمي په یمن کې جګړې ته استول کېږي

یمن د بېلا بېلو ډلو ترمنځ د جگړې په پېچلې سيمې بدل شوى دى

ويل شوي، چې يو 160108134109_yemen_taiz_640x360_reuters_nocreditشمېر افغان زلمي په يمن کې دشيعه حوثي ملېشو پر ضد جگړې ته گومارل کېږي.

د سعودي په مشرۍ اېتلاف د ايران پلوه حوثي ملېشو پر ضد جگړه کوي.

دغې جگړې ته تلونکي افغانان د دوى د کورنيو په وينا د عمرې په پلمه له افغانستانه سعودي او بيا يمن ته استول کېږي.

افغان حکومت وايي چې دوى د دا ډول گمارلو خبر اورېدلى، خو نور پرې څه نه شي ويلى.

په کابل کې د بي بي سي خبریال سیدعبدالله نظامي چې له دغو کورنیو سره یې خبرې کړي وايي، معلومه نه ده چې څوک دغه افغانان تریمنه رسوي.

موږ له دوو کورنیو سره وغږیدو چې غړي یې د سعودي عربستان په ننګه یمن ته دجګړې لپاره ورغلي.

احمدین ګل چې د کورنۍ غړي یې تللي، وايي د عمرې په پلمه تر سعودي عربستانه رسیدلي او دا دویمه میاشت ده چې له دوئ سره یې اړیکه پرې ده.

”کسان ډېر تللي زموږ د کور شپږ اووه هلکان تللي دي، نور هم زموږ څه کلیوال دي نژدې ٤٠ يا ٤٥ کسان تللي دي، يواځې د دې په خاطر چې د مکې مکرمې ساتنه وکړي، یو میاشت کېږي”

تېر کال هغه مهال يمن سره وويشل شو، چې ايران پلوې حوثي ډلې پلازمېنه صنعا ونيوله

یو ۱۶ کلن زلموټی چې خپل نوم يې اجمل ياد کړ بي بي سي ته وویل، دهغو افغانانو سره ددې لپاره يوځاى کېږي چې دی یې مذهبي جګړه بولي او ورته ویل شوي چې د مسلمانانو قبلې ته خطر پېښوي.

”ما نوم ثبت کړ چې لاړ شم هلته جګړه وکړم، ځکه موږ مسلمانان یو موږ ته ویل شوي چې په مکې مکرمې جنګ دی”

یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، سلګونه افغانان بلل شوي چې یمن کې دحوثيانو پرضد وجنګیږي.

مگر په تېر کې داسې بېلگې شته چې ځينو افغان ډلو د نورو هېوادو جگړې کې د گډون لپاره وسله وال استولي. دې ډلو څخه يو هم د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب ډله ده چې چې په کور دننه د حکومت او بهرنیو ځواکونو پر خلاف جګړه کوي. دې ډلې تېر کې نورو هېوادونو ته يي خپل جنګیالي لیږلي، لکه په نویمو کلونو کې ازر بایحان کې د دغې ډلې د جنګیالیو يو پخوانى قوماندان کشمیر خان وايي یمن ته یې هم دورتللو وړاندیز کړی و.

”موږ دا وړاندیز کړی که کعبې شریفې ته خطر وي د حزب اسلامي مجاهدین هر رنګ قربانۍ ته چمتو دي” سعودي د ايران د برلاسۍ له ډاره په يمن کې دننه هوايي بمبارۍ پيل کړې

دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت بي بي سي ته ویلي، یوازې یې اوریدلي چې یمن ته افغانان د جګړې لپار ورغلي له دې ها خوا څه نه لري.

تېر کال هغه مهال يمن سره وويشل شو، چې ايران پلوې حوثي ډلې پلازمېنه صنعا ونيوله او ولسمشر يې سعودي ته وتښتېد. سعودي د ايران د برلاسۍ له ډاره په يمن کې دننه هوايي بمبارۍ پيل کړې. اوس دغه هېواد د بېلا بېلو ډلو ترمنځ د جگړې په پېچلې سيمې بدل شوى دى چې القاعده، اسلامي دولت او نور پکې شامل دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *