په قطر کې دحاکم په کورنۍ په مینځ کی اختلافات: دفعالینو او مخالفینو ټکول

دالجزیری تلویزیونی شبکی پخوانۍ ګزارشګر په قطر کی دقطر د کورنی په دننه کی داختلافاتو خبر ورکړ اوپه د هیواد کی د مخالفینو ټکولو ته یی تر ډیره کواښ کړی دی

محمد فهمی په قاهره کی دالجزیری دانګلیسی پخوانی سردبیر او د ماریوت ډلی ځخه یو غړی چی دمصرولسمشری ریاست دعفی له مخی له بندی خانی ځخه خوشی شو، د نیویارک ټآیمز په ورځپانه کې یې په سر لیکنه کې پّ قطر کې د حاکمې کورنۍ په هکله ډير مالومات خپاره کړي دي. ده لیکلي چې قطریان په داسې حال کې چې د دموکراسۍ او وینا د خپلواکۍ غوښتونکي دي په راتلونکې کې به له تور برخلیک سره مخ شيقطر.

ده د تمیم بن حمد آل ثاني د تره پر ځوی فهد بن عبدالله آل ثاني پر وړاندې برید ته په نغووتې سره ویلي: په اوو کلونو د فهد بن عبدالله آل ثاني بندي کیدل دا اندیښنه رامڼخ ته کړې چې قطري چارواکي د خپلو مخالفینو پر وړاندې له دې هم ډیر خپلو بریدونو او غبرګونونو ته زور ورکړي.

محمد فهمي ټینګار کړی: د فهد بن عبدالله آل ثاني د دوسیې پّ هکله بیلا بیل ډوله نظرونه شتون لري. په داسې حال کې چې د قطر چارواکيو ویلي چې فهد د خپل زوی د خوشي کولو لپاره د پولیسو پر یوه مرکز برید کړی دی.

عیني شاهدانو او ددوی کورنیو غړیو ویلي: دا پولیسو وو چې د زغره والو وسایلو په وسیله یې ددوی پر کورنو برید کړی دی چې له امله یی دی او دده کورنی غړي د پولیسو له لوري ټپیان او زیانمن شول.

ده زیاته کړې: د فهد بن عبدالله آل ثانې اراضی ته د قطر د دولت لاس اچونه دی دې ته اړ کړی ترڅو له دولت سره اوږد مهاله نښته او شخړه رامنځ ته کړي، د قطر حقوقي فعالین وایي د فهد نیول او بندي کول د سیاسي فعالیتونو او قطر د امیر پر وړاندې د پورته کړیو ګامونو د بدل اخستل دي.

فهمي همدارنګه د قطري شاعر محمد العجمي پنخه لس کلن بند حکم ته هم نغوته کړې. العجمي په خپلو شعرونو کې عربي انقلاب یاد کړی نو له دې مخې پّ یوه پټه محکمه کې چې په دوه زره دولسم کال کې تر سره شوې دی بندی شوی دی. له دې پیښې وروسته مدني فعال او د عدلې بخواني وزیر نجیب النعیمي   د قطر قضایه قوه د باور وړ نده ښودلې.

فهیمي زیاته کړې په منځني ختیځ کې له اسلامي ډلو د قطر ملاتړ یو راز ندی ځکه چې دا هیواد په ښکاره د احرار الشام او النصرې جیهې څخه چې په سوریه کې فعالیت لري ملاتړ کوي چې له امله یې په نړیواله برخه کې د دوحې خجالت له ځان سره درلودلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *