چارواکي وايي، اوس ودانۍ په بشپړه توګه د پوځ کنترول کې ده

د خیبر پښتونخوا په چارسده ښار کې وسله والو کسانو پر باچاخا160120065015_bacha_khan_university_charsadda_afp_640x360_afp_nocreditن پوهنتون برید کړی.

ځايي خبریال د مرستندویانو له قوله وايي، چې لږ تر لږه د ٢٠ کسانو وژل کېدل تایید شوي دي.

له دې مخکې د خیبر پښتونخوا اطلاعاتو او کلتور وزیر شاه فرمان د پېښې سیمه کې خبریالانو ته وویل، چې ۱۴ کسان پېښه کې وژل شوي دي، خو د نوموړي په وینا د تلفاتو ډېرېدو وېره شته.

بل لور ته د چارسدې پولیسو مشر سعیدخان وزیر په خبره، پوځیان اوس هم پوهنتون کې دننه په عملیاتو بوخت دي او وايي تر اوسه سیمه خوندي نه شي بلل کېدای.

پوځي چارواکي وايي، تر اوسه څلور بریدګر وژل شوي او وايي اوس ودانۍ په بشپړه توګه د پوځ کنترول کې ده.

د ځايي چارواکو په وینا برید ګهیځ نهه بجې پیل شو. رپوټونو کې ویل کېږي، چې برید کې ګڼ کسان وژل شوي دي.

د دولتي ټلویزیون رپوټ وايي، ګڼ شمېر استادان او محصلین د پوهنتون ودانۍ کې ایسار پاتې دي.

د دولتي ټلویزیون رپوټ وايي، ګڼ شمېر استادان او محصلین د پوهنتون ودانۍ کې ایسار پاتې دي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې بریدګر څوک دي او د کومې ډلې اړوند دي.

باچاخان پوهنتون د چارسدې ښار په څنډه کې موقعیت لري. د برید پر مهال پوهنتون کې مشاعره کېده، چې ویل کیږي، ګڼو کسانو پکې ګډون کاوه.

له دې څو اونۍ مخکې څارګرو ادارو پر تعلیمي او دولتي ادارو او دفترونو د برید په اړه خبرداری خپور کړی و.

د همدې خبرداري پایله کې د صوبې مرکزي ښار پېښور کې لومړی چاوڼۍ سیمه کې او بیا د ټول ښار ښوونځي تړل شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *