نیچروان بارزاني په هکله نه ویل شوې خبرې

د کردستان اقلیم د لومړي وزیر خوی ادریس نیچروان بارزاني چې د روانګه په نامه د یوې عام المنفعه خیریه موسسې سرپرست دی، ددې مو1409846820743429سسې په پیسو سره یې امریکایي تور پوستې رپ سندرغاړې چې دده د خوښې وړ سندرغاړې ده او نوم یې نلي رپر دی د حریري په صالون ته را بللې وه. ده له دې کنسرت څخه د خوند اخستلو په موخه چې درې ساعته یې دوام درلود ددې امریکایي کورنیو غړیو ته یې شپږ سوه پنځوس زره امریکایي ډالره ورکړي دي چې له امله یې په کردستان کې ناندرۍ رامنځ ته شوې.

په دې وروستیو کې په لوړه بیه د مسعود بارزاني د زوی ملا مصطفی بارزاني تابلو په عربي متحده اماراتو کې رامنځ ته شوه. ددې تابلو اړوند خبر په خپریدو سره چې ډير لګښت یې درلود په ډې سیمه کې شخړې او ناندرۍ رامنځ ته شوې دي.

د بارزاني په کورنۍ کې په لوړه کچه لګښت په داسې حال کې دی چې په دې سیمه کې د حقوقي کارنکو حقوق په یوه کال ځنډ سره ورکول کیږي او په روان زیږدیز کال کې دوی یواځې د اتو میاشتو حقوق تر لاسه کړي دي.

اوس هم درې میاشتې کیږي چې دوی ته خپل حقوق ندي ورکړل شوي او ددوی کورنۍ له سختو حالاتو سره مخ دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *