کابل کې د دولتي پوهنتونونو لسګونو استادانو يو ځل بيا د هېواد لوړو زده کړو قانون د مسودې په اړه د ولسمشر فرمان په وړاندې اعتراض وکړ او د لغوه کېدو غوښتنه يې وکړه.

په دې اعتراضي خوځښت کې چې نن د لوړو زده کړو وزارت ودانۍ مخ ته تر سره شو، شاوخوا ١٠٠ استادانو په کې ګډون کړى و چې يو شمېر محصلانو يې هم ملتيا کوله.

د دولتي پوهنتونونواستادانو د ټولنې مشر تاج محمد اکبر چې د اعتراض کوونکو په ډله کې و، خبريالانو ته يې وويل چې اعتراض کوونکي استادان د کابل پوليتخنيک، ښوونې او روزنې او له طبي پوهنتونونو څخه سره راغونډ شوي دي.

د نوموړي په وينا، اعتراض کوونکي غواړي چې خپل غږ د لوړو زده کړو وزير غوږونو ته ورسوي او د ولسمشر د تقنيني ف160120 ZH 2رمان د لغوه کېدو غوښتنه يې وکړه.

اکبر زياته کړه :” ددې فرمان تطبيق د هېواد تحصيلي نظام پاشلى او سخت يې زيانمن کړى دى.”

د دولتي پوهنتونونو د ټولنې مشر وويل :” ځينې مغرض کسان غواړي چې د افغانستان د لوړو زده کړو نظام و پاشي ددې فرمان په تطبيق سره ٣٢٠٠ تنه مسلکي او مجرب استادان ګوښه او ٨٠٠ نور به تقاعد ته سوق شي.”

تاج محمد اکبر ګواښ وکړ که د هغوى مشروع غوښتنو ته پاملرنه و نه شي، په پراخ اعتراض به لاس پورې کړي.

د محمد موسى فريور په نوم يو استاد وويل :” د ولسمشر تقنيني فرمان ، له اساسي قانون او د افغانستان د ولسونو د حقونو او ښاري ازاديو سره په ټکر او د ملي ګټو او د هېواد د لوړو زده کړو د ټولنې پر ضد دى.”

هغه وويل چې ددې فرمان له مخې، کوم کسان چې د ماسټرۍ له درجې ټيټې زده کړې لري په پوهنتونونو کې د تدريس اجازه نه لري، د تقاعد سن له ٧٥ کلنۍ څخه ٦٥ کلنۍ ته راټېټ شوى دى او کوم استادان چې د شپږو کلنو په موده کې ونه توانېږي چې علمي اثر وليکي او يا ترفيع وکړي، له دندې ګوښه کېږي.

د کابل پوهنتون د سياسي علومو پوهنځي استاد عزيز احمد رهمند وويل چې ددې فرمان په عملي کېدو سره به ؛ د کابل او ولايتونو پوهنتونونه د مسلکي کدر له کمښت سره مخ شي.

نوموړي وويل :” حکومت ددې پرځاى چې استادانو ته دماسټرۍ او دوکتورا تر کچې د تحصيلاتو زمينه برابره کړي، هغوى ګوښه کوي؛ ددې استادانو په منفکېدو سره به چې د لوړوزده کړو په نظام کې يې روزنه تر لاسه کړې ده، تدريسي وضعيت ددې پرځاى چې ښه شي ، نور به هم خراب شي.”

دا اعتراض تر دې وړاندې هم په کابل کې ترسره شوى و او معترضانو د څو اوونيو لپاره کاري اعتصاب کړى و.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *