که چيري اروپايي تولنه تر دوه راتلونکو مياشتو د کډوالو ستونزې هوارې نکړي
د اروپايي شورا ريس دونالد تسک خبرداری ورکړی که چيري اروپايي تولنه تر دوه راتلونکو مياشتو د کډوالو ستونزې هوارې نکړي د شينگين حوزي د له منځه تلو په گډون له ډيريو ستونزو سره به مخ شي
له دي سره ښاغلي تسک د اروپا پارلمان ته ويلي که چيرې دا هيوادونه د خپلو پولو په کنترول کي پاتي راشي نو اروپايي ټولنه به د يوې سياسي پروژي په توگه له ماتي سره مخ شي
د شنګن حوزه د هغه هیوادونو څخه رامنخ ته شوې چې وګړي یې د یوه بل هیواد د تګ لپاره ویزې ته اړتیا نلري، خو په دې وروستیو کې د کډوالو په هکله د یو شمیر اروپایي هیوادونو ترمنځ د رامنځ ته شویو ستونزو له کبله دا چارې په عملي توګه د د یو شمیر هیوادونو لکه دنمارک، آلمان اوسویډن له لوري څنډې ته شوي دي.
د اروپایي شورا ریس ویلي: اروپایي هیوادونو د کډوالو د مخینوي په برخه کې خپلې کړې ژمنې ندي پلې کړې او په تیر کال کې د یو میلیونه په شاوخوا کې کډوال اروپایي هیوادونو ته رسیدلي دي.
دونالد تسک خبرداری ورکړی که چیرې د کډوالو ستونزې هوارې نشي د شینګن حوزه به له منځه لاړه شي او اروپایي ټولنه به د یوې سیاسي پروژې په توګه له ناکامۍ سره مخ شي.
د اورپایي ټولنې د شورا ناسته د مارچ میاشتې په اولسمه او اتلسمه نیټه پیلیږي چې د کډوالو د ستونزو په هکله به خبرې کوي.
ښاغلي تسک د اروپا او ترکیې ترمنځ د کډوالو په هکله هوکړه چې له مخې یې ترکیې ته ځینې امتیازات ورکړل شوي ګتوره ښودلې ده.
د کډوالو ستونزې د اروپایي هیوادونو ترمنځ ځینې اختلافات رامنځ ته کړي یو شمیر یې یونان او ایټالیا ګرم بولي ځکه چې کډوالو ته یې اجازه ورکړې ترڅو د اروپا نورو ښارونو ته لاره پیدا کړي او ځینو نورو بیا د کډوالو په هکله د آلمان پر سیاست نیوکه کړې ده.