ولسمشر اشرف غني د ايران له ولسمشر سره په ټېلېفوني اړيکه کې پر دې هېواد د لګول شويو اقتصادي بنديزونو د لرې کولو مبارکي ويلې ده.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني او د ایران ولسمشر حسن روحاني تېره شپه د ټېلېفون ل1237710_10152501948963292_4927401342271524912_nه لارې د پام وړ موضوعاتو په هکله خبرې سره وکړې.

سرچينه کاږي، ولسمشر غني د ایران ولسمشر روحاني ته پر ایران د لګول شویو اقتصادي بندیزونو د لرې کولو مبارکي وویله او د سیمې لپاره یې د دې پایلې ګټورې وبللې.

سرچينه زياتوي، دواړو لوریو د هېوادونو تر منځ د شخړو او د نظرونو د اختلاف د حل لپاره د اغېزمنې ډيپلوماسۍ په ارزښت ټینګار وکړ.

د امريکا متحده ايالاتو او اروپايي اتحاديې له خوا د ايراني د هستوي پروګرام په تړاو څو کلن تحريمونه وړمه ورځ لرې شول. د دې تحريمونو لرې کول به د دې لامل شي، چې ايران د وخت په تېرېدو خپله سل ميليارده ډالره کنګل شوې پانګه لاسته راوړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان پر ايران د تحريمونو لرې کول د افغانستان په ګټه بولي، خو ځينې بيا وايي چې د سم مديريت د نه شتون په صورت کې به د دې تحريمونو په لرې کولو سره د افغانستان ځوان صنايع زيان ويني.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *