ملگري ملتوه وايي: د ٢٠١٤ کال د جنورۍ او ٢٠١٥ کال د اکتوبر ترمنځ مودې کې د وژل شوو شمېره کېدى شي له ١٨٨٠٠ نه هم زياته وي.

ملگري ملتونه وايي په عراق کې د ملکيانو پر ضد تاوتريخوالى اوس هم ” ټکان ورکوونکې” کچې پورې لوړ دى، او يواځې د ٢٠١٤ کال د جنورۍ لومړنۍ نېټې څخه د تېر کال د اکتوبر تر١٥ نېټې لږ ترلږه ١٨٨٠٠ کسان وژ ل شوي دي.

د ملگرو ملتو 3E324388-DF56-4C7F-9C79-8DEE43DC5F65_mw1024_s_nديو نور راپور ترمخه همدې مودې کې دوه اعشاريه درې مېلونه کسان د عراق دننه بې کوره شوي دي. په راپور کې د اسلامي دولت په نوم ډله په سستماتيک او پراخ ډول تاوتريخوالي باندې تورنه شوې ده. راپور کې راغلي دي چې دې ډلې شا اوخوا ٣٥٠٠ کسان، چې ډير يې مېرمنې او کوچنيان دي د “مريانو” په توگه نيولي دي.

په راپور کې په عراقي پوځيانو، حکومت پلوه ملېشو او کوردي ځواکونو باندې هم د تېرو تورونه لگول شوي دي.

بشري حقونو لپاره د ملگرو ملتو کمېشنر، زيد رعد الحسين، وايي ” دا تاوتريخوالي په څرگند ډول د هغې ويرې ښکارندوي کوي چې له امله يې عراقيان اروپا ته تښتي”.

دا راپور د عراق لپاره د ملگرو ملتو د ځانگړي دفتر او د بشري حقونو ادارې اغېزمنو شو او بې ځايه شوو سره د مخامخ مرکو پر بنسټ چمتو کړى دى.

راپور وايي د ٢٠١٤ کال د جنورۍ او ٢٠١٥ کال د اکتوبر ترمنځ مودې کې د وژل شوو شمېره کېدى شي له ١٨٨٠٠ نه هم زياته وي. په ځانگړې توگه د انبار ايالت څخه کېدى شي ټولې شمېرې نه وي ترلاسه شوي. دا سيمه چې سختو جگړو ځپلې د اسلامي دولت ډلې ترکنترول لاندې ده. ددې کسانو څخه نزدې نيمايي په بغداد کې وژل شوي ، او شلخي بمونه د ملکيانو پر ضد تر ټولو وژونکې وسله وه. خو دې دومره لوى شمېرکې تلفاتو سره سره داشمېره د ٢٠٠٦ او ٢٠٠٧ کال ترمنځ د فرقه ايزه جگړې پر مهال ثبت شوو شمېرو څخه ډيره ټيټه ده.

راپور کې راغلې دي چې ” د اسلامي دولت نومې ډلې لخوا سستماتيکه وژنو څخه يې ځينې يې جنگي جنايتونو، دبشريت ضد جنايتونو او په احتمالي ډول ټول وژنه بلل کېدى شي”.

راپور کې راغلي چې داعش دخلکو په مخ کې په “ويرونکي ډول وژنې ترسره کړي دي ،چې دې کې په ډزو وژل، د خلکو سرونه پرې کول، د بلدوزرونو لاندې اچول، ژوندي سوځول او له ودانېو خلک راغوځول شامل دي”.

راپور کې ويل شوي دي چې د موصل ښار څخه نزدې ٩٠٠ کوچنيان د پوځي روزنې لپاره تښتول شوي دي.

د ملگرو ملتو راپور کې راغلي چې داعش دخلکو په مخ کې په “ويرونکي ډول وژنې ترسره کړي دي ،چې دې کې په ډزو وژل، د خلکو سرونه پرې کول، د بلدوزرونو لاندې اچول، ژوندي سوځول او له ودانېو خلک راغوځول شامل دي”.

راپور کې ادعا شوې ده چې يو شمېر مېرمنو او کوچنيانو باندې ” جنسي تيري” هم شوي دي>

د ملگرو ملتو دې راپور کې د هغه ادعا شوو تېريو په اړه هم معلومات راغونډ شوي دي چې دحکومتي ځواکونو، د حکومت پلوه مليشو اود کوردي پيش مرگه وسله والو لخوا ترسره شوي دي . په دې کې په لاقانونه توگه وژنې او د خلکو تښتول يا د شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *