تر اوسه د هغه ډلو نوم لړندی چمتو شوی چې تاکل شوې د سوريې په هکله د ستونزي د هواري په موخه په خبرو کي گډون وکړي

په داسي حال کي چي د سوريي ستونزي په هکله خبرو ته له يوي اوني لزه موده پاتي ده د ملگرو ملتونو استازي ويلي ترهغي چي د گدونوالو نوم لر چمتو نشي دا ناسته به خنديدلي ويf9f70c708e79d3ae5e6bc087b08db993_XL

ملګرو ملتونو مخکې له دې اعلان کړی وو چې د سوریې دولت او ددوی وسله والو مخالفینو ترمنځ سوله ایزې خبرې به د جنورۍ میاشتې په پنځمه نیټه یعنې له یوې اونۍ په لږه موده کې پیل شي.

د سوریې دولت او نه هم ددوی مخالفینو په دې خبرو کې ګډون ندی رد کړی. خو د روسیې بهرنیو چارو وزیر ددې هیواد لپاره د ملګرو ملتونو له استازي سره په لیدنه کې د هغه ډولو د نوم لړ تر لاسه کولو غوښتنه وکړه کوم چې ټاکل شوې په دې خبرو کې ګدون وکړي. ده ویلي سوریه له ترهګریزو ډلو سره خبرې نکوي.

بله خوا ملګرو ملتونو ویلي په سوریه کې ښکیلې خواوې تر اوسه په دې سره ندي سلا شوې چې په سوله ایزو خبرو کې به کومه ډله ګډون کوي او کومه نه.

د ملګرو ملتونو لوی منشي ویاند په دې هکله ویلي تر هغې به دا ناسته پیل نشی ترڅو چې پّ دې هکله پریکړه نوې شوې.

فرحان الحق – ” مونږ به هغه مهال بلن لیکونه صادر کړو کله چې په سوریه کې ښکیل اړخونه په دې سره سلا شی چې کومې ډلې په دې خبرو کې باید ګډون وکړي

لوی منشي له دې اړخونو غواړي ترڅو هوکړې ته د رسیدو په برخه کې هڅې وکړي.”

د سوریې په هکله سوله ایزې خبرې د ملګرو ملتونو، امریکا، روسییې، ایران عربستان او ځینې نورو هیوادونو په غوښتنه پیلیږي.

یو شمیر هیوادونه د سوریې له دولت او ځینې نور بیا ددوی له وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي.

څه موده وړاندې د درې دیرشو ډلو استازې په عربستان کې سره را ټول شوي وو او د سوریې له دولت سره یو عالي کمیسیون رامنځ ته کړی دی. امریکا او روسیه د اسد راتلونکې برخلیک په هکله په خپلو کې سره اختلافات لري.

له دې سره دا اندیښنه هم شتون لري چې په دې وروستیو کې د عربستان او ایران ترمنځ د اړیکو خرابوالی به په ډې ناسته اغیزه ولري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *