د عربي ایتلاف د مشرانو په خبرو کی توپیر
د عربي ایتلاف د مشرانو دوه ګونی څرګندونی یو ځل بیا رسانه یي شوی. په داسی حال کی چی په یمن کی د سعودی عربستان د عملیاتو ویاند احمد عسیری د تیر کال د اپریل میاشتی په یوشتمه نیټه څرګندونو کی دا ویلي وو چی، چی د طوفات عملیات د منصور هادي په غوښتنه پیل شوي دي. د یمن پرس تارنمای د ریپوټ له مخی، د یمن تښتیدلي ولسمشر عبدربه منصور هادي له ابو ظبي ټلویزیوني شبکی سره په مرکه کی د طوفان عملیاتو په لړ کی د حوثیانو بریدونو ته چی له یمن څخه دده له وتلو سره پیل شوی او ددوی پرمختګ دی حیران کړی په اشاری سره ویلی: حوثیان هوایي ډګر ته را ورسیدل او زمونږ لاره یی بنده کړه او مونږ اړ شوو ترڅو له بلی لاری هوایي ډګر ته ځانونه ورسوو. د شپی په اتو بجو د الغیظه ښار ته را ورسیدو، ټوله شپه په لاره کی وو او په ناڅاپي توګه خبر شوو چی د قاطیعت عملیات پیل شول، زما له پاره پوښتنه رامڼخ ته شوه چی آیا دا شونی ده ځکه چی امریکایانو مخکی له دی ویلی وو چی دوی مداخله نکوی.