ناپېژاندو کسانو احمد شاه بابا مېنه کې د نجونو ښوونځی سوځولی
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2016/01/160118090929_kabir_haqmal_640x360_bbc_nocredit.jpg)
تر اوسه هېڅ کومې ډلې يا شخص د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې
د افغانستان د پوهنې وزارت منلې، چې نامعلومو کسانو پلازمېنه کابل کې د نجونو د ښوونځي يوه برخه سوځولې ده.
د نوموړي وزارت د خپرونو مسوول کبير حقمل بي بي سي ته ويلي، د کابل ښار دولسمې حوزې د احمد شاه بابا مېنه کې چې په ارزان قيمت هم يادېږي د “احمدشاه بابا ښوونځی” ته اور اچول شوی دی.
د نوموړي په وینا ناپېژاندو کسانو د دغه ښوونځې کتابتون سوځولي، ساتونکی يې د ننه بندي کړی چې په ترڅ کې د کتابتون ساتونکي وژل شوی دی.
تر اوسه هېڅ کومې ډلې يا شخص د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
د امنيتي ځواکونو له خوا د پېښې پلټنه کېږي.
د کابل پوليسو د جنايي څېړنو رييس فريدون عبيدي بي بي سي ته ويلي، په دې اړه څېړنې دوام لري او د ده په وينا داسې اټکل کېږي چې دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځ ته شوې ده.
په تېرو څو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په لسګونو ښوونځي سوځولي چې حکومت يې پړه پر وسله والو مخالفانو اچوي.