د بریښنا په کرښه د جنوری د میاشتی په ۱۵ مه نیټه د سوریی د حمس په ولایت کی د تروریستانو په مورچلونو د سوریی د هوایی ځواکونو د بریدونو په هکله ویډیو خپره شوی ده.

د خبرونو له مخی ویل کیږی، چی په دغه ورځ د سور468322یی د وسله وال پوځ لخوا د سوریی د یاد ولایت د تل بیسی او عین حسین په سیمو کی ۱۵ تنه تروریستان له منځه تللی دی. په همدی ډول د آرستان په ښار کی د المحمود جومات په څنګ کی، د دالمشرف، رجم القصر، الکدژار او کاسین په کلو کی د سوریی د وسله وال پوځ د ځواکونو لخوا په لسګونو وسله وال جهادیان له منځه تللی دی.

په وروستیو وختونو کی د سوریی وسله وال پوځ د روسیی د فضایی- ځواکونو په ملاتړ د «اسلامی دولت» تروریستی ډلی پر ضد بریالی پوځی عملیات پیل کړی چی په پایله کی د لاتاکی په ولایت کی مهمی لوړی سیمی او څو کلی د جګړه مارانو څخه آزاد شوی دی.

د روسیی د دفاع د چارو د وزارت د خبر له مخی ویل کیږی؛ چی په سوریی کی د وروستیو سلو ورځو پوځی عملیاتو په اوږدو کی د جګړه مارانو څخه ۲۱۷ کلی او زرو کیلو متره مربع سیمه آزاده شوی ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *