د افغانستان د پارلماني او محلي شوراګانو د ټاکنو په تړاو د نظر له شدید اختلاف سره سره، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو نېټه اعلان کړه. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس احمد یوسف نورستاني نن په یوه خبري ناسته کې وویل، په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د راتلونکي ۱۳۹۵ کال د تلې (میزان) په ۲۴ مه ترسره کېږي140805074017_afghan_election_audit_recount_process_624x351_bbc.

نورستاني وویل، دوی ځکه دا نېټه وټاکله چې د ټاکنو قانون ۴۳ مې مادې له مخې له ټاکنو ۱۸۰ ورځې وړاندې باید د ټاکنو تقویم اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت یوه کمیسیون ته دنده ورکړې چې د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړیتوب لپاره نوي کسان غوره کړي او ولسمشر ته یې د وروستۍ پرېکړې لپاره واستوي.

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د ټاکنو کمیسیون اوسني غړي “پخوانی کمیسیون” یاد کړ او ویې ویل چې “ټول ټاکنیزو پروګرامونه به د ټاکنو نوي خپلواک کمیسیون تر نظر لاندې ترسره شي.”

عبدالله د وزیرانو شورا په نننۍ (مرغومي ۲۸مه) ناسته کې ټینګار وکړ چې په هېواد کې د ثبات او امنیت راتګ، عدالت او د قانون حاکمیت په ټاکنیزو نظام کې له اصلاحاتو پرته ناشونی برېښي او “ټاکنیز اصلاحات حتمي، اړین او راتلونکي دي.”

د ښاغلي عبدالله پلویانو د ۱۳۹۳ کال ولسمشریزو ټاکنو وروسته د ټاکنو کمیسیون چارواکي په پراخو او رهبري شویو ټاکنیزو درغلیو کې ښکېل بلل او اوس ټینګار کوي چې ټاکنیز اصلاحات باید د ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله د هوکړې له مخې راشي.

خو ښاغلي نورستاني وویل، د ۱۳۹۳ کال له جنجالي ټاکنو یې “درسونه” زده شوي او د ټاکنیز نظام د اصلاح په موخه یوه طرحه د ملي یووالي له حکومت سره شریکه شوې ده.

د ټاکنو کمیسیون رییس د ټاکنیز نظام د اصلاح لپاره د رایه ورکوونکو نوملړ جوړېدل، د رای ورکونې مرکزونو متوازن کېدل او د نړیوالو څارونکو د وړاندیزونو پلې کول ددې طرحې عمده ټکي وبلل.

ښاغلي نورستاني د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل چي د ټاکنو له کمیسیون سره هراړخیزه همکاري وکړي او د ټاکنو لپاره بودیجه برابره کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *