هیلری کلینتن چی د دموکراتیک ګوند لخوا ولسمشری ته په راتلونکو ټاکنو کی نومانده ده، د «اسلامی دولت» تروریستی ډلی سره د مبارزی په لړی کی سوریی او عراق ته د امریکایی سر تیرو د لیږلو سره خپل مخالفت څرګند کړ468001.

ددموکرات ګوند د نوماندانو تر منځ ولسمشری ته د ټاکنو په بهیر کی په دی هکله د خبریالانو پوښتنی ته په ځواب کی هیلری کلینتن وویل:« په هیڅ ډول هم نه».

هیلری وویل؛ چی د «اسلامی دولت» پر ضد مبارزه کی د هغی په پلان کی ځمکنی پوځی عملیات شامل نه دی.

د هیلری کلینتن دغه پلان د دموکراتیک ګوند لخوا ولسمشری ته نورو نوماندانو لکه سناتور بیرنی ساندیرس او پخوانی والی مارتن اومیلی هم تایید کړ.

سناتور بیرنی ساندیرس له دی سره چی« د امریکا وسله وال پوځ دی هر وخت پاید په پوځی محاربوی حالت کی وی» خپل مخالفت وښود او څرګنده یی کړه، چی د«اسلامی دولت» ډله باید له منخه ولاړه شی.

مارتن اومیلی د تروریستانو او جکړه مارانو پر ضد د «نړیوال ایتلاف» د پیاوړی کیدو پلوی وکړه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *