تر اوسه هېڅ کومې ډلې يا شخص د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې

د افغانستان د پوهنې وزارت منلې، چې نامعلومو کسانو پلازمېنه کابل کې د نجونو د ښوونځي يوه برخه سوځولې ده160118090929_kabir_haqmal_640x360_bbc_nocredit.

د نوموړي وزارت د خپرونو مسوول کبير حقمل بي بي سي ته ويلي، د کابل ښار دولسمې حوزې د احمد شاه بابا مېنه کې چې په ارزان قيمت هم يادېږي د “احمدشاه بابا ښوونځی” ته اور اچول شوی دی.

د نوموړي په وینا ناپېژاندو کسانو د دغه ښوونځې کتابتون سوځولي، ساتونکی يې د ننه بندي کړی چې په ترڅ کې د کتابتون ساتونکي وژل شوی دی.

تر اوسه هېڅ کومې ډلې يا شخص د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

د امنيتي ځواکونو له خوا د پېښې پلټنه کېږي.

د کابل پوليسو د جنايي څېړنو رييس فريدون عبيدي بي بي سي ته ويلي، په دې اړه څېړنې دوام لري او د ده په وينا داسې اټکل کېږي چې دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

په تېرو څو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په لسګونو ښوونځي سوځولي چې حکومت يې پړه پر وسله والو مخالفانو اچوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *