د افغانستان په شمال فاریاب ولایت کې سیمه ییزو چارواکو منلې چې یوه تن د خپلې مېرمنې پوزه په چاکو پرې کړې ده او خپله د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې ته تښتېدلی دی.

د فاریاب د روغتیا ریس بي بي سي ته وویل د دغې مېرمنې پوزه په بشپړ ډول پرې شوې او پلاستیکي جراحۍ ته اړتیا لري160118140437_a_woman_nose_was_cut_off_in_faryab_province_640x360_socialmedia.

خوشحال تایب له کابله په خپل رپوټ کې کاږي چې پېښه پرون یکشنبې په مازدیګر د غورماچ ولسوالۍ په شرشر کلي کې د کورنۍ شخړې پر سر رامنځ ته شوې ده.

د فاریاب د امنیې قومندانۍ ویاند مسعود یعقوبي وايي پولیس د دغه سړي د نیولو په لټه کې دي.

د فاریاب ولایت د روغتیا ریاست سرپرست معروف ثمر بي بي سي ته وویل د ریزه ګل په نوم یوه مېرمن نن د خپلو دوستانو له خوا روغتون ته راوړل شوې ده.

“په معاینې کې معلومه شوه چې د دغې مېرمنې پوزه د هغې د مېړه لخوا په بشپړ ډول پرې شوې ده، د ناروغ حالت ښه دی، خبرې کولی شي، خو د اساسي د

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *