د لويديځ او ايران ترمنځ هوکړې په منځني ختيځ کي د يوي بلي جگړې مخنيوی وکړ

د امريکا ولسمشر بارک اوباما له دې سره ويلي دواړه هيوادونه له لسيزو وروسته يو ځل بيا له يوه بل سره خبري کوي او د دواړو هيوادونو گډو گټو ته لاره هواره شوي ده

د ایران او نړیوالو ځواکمنوIMG12525096 هیوادونو له هوکړې یوه ورځ مخکې، د امریکا ولسمشر بارک اوباما د هوکړې پلې کول د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره ګتور وښودل وویل: دې هوکړې په سیمه کې د یوې جګړې له تر سره کیدو مخنیوی کړی دی.

د اوباما په وینا: د اټومي پلان په هکله خبرو د ایران او امریکا ترمنځ خبرو ته لاره هواره کړې او اوس دواړه هیوادونه له یوه بل سره خبرې کوي او د دواړو هیوادونو ګټو ته لاره هواره شوې ده.

باراک اوباما – “دا یوه ښه ورځ ده ځکه مونږ د امریکا د دیپلوماسۍ پایله ګورو. څرګه مې چې په کلنی وینا کې وویل، د امریکا امنیت او د خلکو د ژوند ژغورنه دا حجابوي چې له منځلارې صبر او هوښیاریه کار واخستل شي چې پایله یې له ایران سره د دیپلوماسي ده. له لسیزو وروسته دواړه هیوادونه له یوه بل سره خبرې کوي مخکینیو حکومتونو هیڅکله له ایران سره خبرې ندي کړې او دا زمونږ په ګټه نه وه.”

ده د ایران په اوبو کې د لسو امریکایي سرتیرو نیول کیدل او بیا یې د ایران له لوری خوشي کولو ته په نغوتې سره ویلي: په تیرو وختونو کې دا ډول د یوې پیښې رامنځ ته کیدل د شخړو لامل کیدای شوی. له دې سره ده دایران او امریکا ترمنځ د بندیانو تبادلې ته نغوته کړې ویلي یې دي: امریکا د ایران یو میلیارد اوه سوه میلیونه ډالره چې په امریکا کې بند دي خوشي کوي.

له دې سره د امریکا ولسمشر ویلي، د اټومي پلان د هوکړې سربیره واشنګټن د ایران د ځینې پلانونو پر وړاندې بیغوره ندی، اوباما د توغندیو په تړاو پر ایران د امریکا نویو بندیزونو ته هم نغوته کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *