دقدس مفتی او د الاقصی جومات خطیب شیخ محمد حسین خبرداری ورکړی، چی د داعش تر شا داسی لاسونه کارکوی چی موخه یی له لاری د فلسطین201502061651552128ی ولس ایستل ده.

د فلسطین خبری آژانس د ریپوټ له مخی شیخ محمد حسین د لویدیځوهیوادونو له لوری د داعش پر رامنځ ته کولو د ټینګار ترڅنګ ویلی: داعش په هیڅ ډول اسلامی نده بلکی ددی ډلی مشران ګمراه او جنایتکاران دی چی د امریکا اسرایلو او انګلیس له لوری رامنځ ته شوی دی.

ده زیاته کړی: داعش د صهیونیستی د لاس آله ده چی د رامنځ ته کیدو موخه یی د خلکو مصروفول او د فلسطین له مسلی خخه د اسلامی نړی د مخی ګرځولو هڅه کوی ترڅو په دی سیمه کی مقدسات له هیره ویستل شی.

له دی سره د قدس مفتی ویلی: دقدس حالات داسرایلو د طمع ورزی له مخی د ورخی په تیریدو سره اسلامی مقدسات بدتره کیږی او له دی څخه اسرایل د مسلمانانو ترمنڅ له بوختیا او ددوی د کورنیو له مسایلو څخه تر ډیره ګټه اخلی او تر اوسه یی اخستی او غواړی چی ټوله سیمه او د فلسطین نیول شوی خاوره تر واک لاندی راولی.

ده زیاته کړی زه ایمان لرم چی داعش د صهیونیستانو لاس پوځي دي. او ددی ډلی تر شا داسرایلو لاس دی چی له یوی خوا په دی سره داسلام څیری ته زیان ورسوی او له بلی خوا په دی سره د فلسطینی مقاومت څخه به د نړیوالو په څانګړی توګه د اسلامی نړی مخه وګرځوی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *