اقتصادی کړکیچ د تروریستی ډلو ټپلو د مشرانو په جیبونو دومره ناوړه اغیز شیندلی، چی ځینو یی بیا اعلان کړی، چی معاشونه یی دوه ځلی راټیټ کړی دی. په دی هکله خبر د Independent لخوا خ438744پور شوی دی.

یادی رسنی ته د تروریستانو داسی یو رسمی سند په لاس ورغلی، چی له مخی ويل کیږی، تروریستانو او د هغوی د کورنیو غړو په لګښتونو کی ۵۰ سلنه کمښت راغلی دی. د دغو معاشونو د کمښت لامل د نفتو د تولید لپاره د سیمو د لاسه ورکول او په همدی ډول د تیلو دهغو قطارونو د له منخه وړل په ګوته شوی چی د روسیی پیلوټانو لخوا په نښه او له منځه ځی.

د ویلو وړ ده، چی د ۲۰۱۵ ز- ل کال په پای کی د روسیی د دفاع د چارو د وزارت رسمی استازی تورن جنرال ایګر کوناشینکوف ویلی وو، چی د روسیی د فضایی- هوایی ځواکونو د بمباریو په پایله کی په سوریه کی د«اسلامی دولت» تروریستی ډلی جګړه ماران باید د نفتو د پلورلو لپاره دعراق په شمال- لویدیځ کی، چی د امریکا تر سختو څارنی لاندی سیمی دی، د نوو لارو پلټنه وکړی. په دی هکله د روسیی د دفاع د چارو د وزارت د ارزونو له مخی ویل کیږی، چی تروریستان هره میاشت ۱،۵ ملیونه ډالره تاوان کوی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *