د افغانستان سولې تګلارې لپاره کابل کې ۴ اړخیزه ناسته
افغانستان تمه لري تر راتلونکو دوو میاشتو پورې ددې خبرو لومړنۍ پایلې د تاوتریخوالو کمېدو په قالب کې وګوري.
په افغانستان کې د سولې ټینګښت په موخه د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین څلور اړخیزه ناسته نن په کابل کې جوړه شوې ده.
د څلورو هېوادونو استازي د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو پر شرایطو، وخت او ځای خپل نظرونه سره شریکوي.
ددې بهیر لومړۍ ناسته تېره اونۍ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ترسره شوه. دافغانستان دولت هڅه کوي د سولې خبرې پر یوه بهیر واړوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني نننۍ ناستې ته په پراستونکې وینا کې وویل، “د سولې یوه پایله لرونکي بهیر څخه ددې ډلې قوي ملاتړ او په ځانګړې توګه د یو شمېر ډلو پرضد د ټولو ګامونو پورته کولو پر سر بحث ته د پاکستان لېوالتیا چې وسلې نه ږدي او سوله ییز ژوند نه غواړي، د ټول افغانستان لپاره هیله بښونکی دی.”
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، د پاکستاني چارواکو پرلپسې او کلکو ژمنو هیلې راټوکولې دي.
هغه زیاته کړه: “په دې دوره کې له موږ سره په بېلابېلو برخو — ترهګرۍ سره مبارزه، د سولې پایله لرونکي محور کې اسانتیا رامنځته کول چې پرمخ تګ یې د څلور اړخیزې همغږې کوونکې ډلې لخوا څارل کېږي — کې همکارۍ ته د پاکستان د رهبرۍ پیاوړې ژمنې، هیلې راټوکولې دي.”
د کابل څلور اړخیزه غونډه د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د مرستیالانو په کچه جوړه شوې ده.
افغانستان او پاکستان هڅه کوي، له طالبانو سره د خبرو لپاره ګډه لاره ومومي.
خو زموږ خبریال هارون نجفي زاد وایي، داسې لیدل کېږي چې طالبانو سره د خبرو په تړاو د دواړو هېوادونو په لیدلوریو کې جدي اختلافات لا هم پرځای پاتې دي.
د افغانستان دولت تمه لري، طالبان د افغانستان حکومت درې مخ شرطونه ومني، چې د ځمکنۍ بشپړتیا او اساسي قانون ساتنه او د ښځو حقونه دي او تر راتلونکو دوو میاشتو پورې ددې خبرو لومړنۍ پایلې د تاوتریخوالو کمېدو په قالب کې وویني.
خو تېره اونۍ د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز وویل، سوله یواځې په خوشبینۍ نه رامنځته کېږي، باید صبر وشي، طالبانو سره خبرو لپاره باید مخ شرطونه نه وي.
ښاغلي عزیز ټینګار وکړ، د طالبانو ټولو ډلو ته دې د خبرو وړاندیز وشي او وړاندې له دې چې هغوی یې په اړه غبرګون وښيي، د پوځي ګامونو پورته کولو ګواښ به مثبته خبره نه وي او همداراز د سولې تګلاره باید واقعبینانه او انعطاف منونکې وي.
زموږ خبریال وایي، د افغانستان دولت غواړي له طالبانو سره مخامخ خبرې هرڅه ژر پیل شي او که د نن ورځې په ناسته کې دا ډول هوکړه ترلاسه شي، د کابل لپاره به لویه لاسته راوړنه وي.