ملګري ملتونه وايي د جنګ جګړو او طبعي پېښوله کبله د بېړنیو بشري مرستو لپاره د کال ۴۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.

ملګري ملتونه وايي دا مهال دوی د کال ۲۵میلیارده ډالره ترلاسه کوي خو ۱۵میلیارده نور کم ديA790F5F2-BFB7-4010-AA03-FFB335F023F8_w640_r1_s_cx0_cy3_cw0.

ملګري ملتونه وايي که د فوټبال او نورو سیالیو، کنسرتونو او نورو تفریحي مراسمو، الوتکو په ټکټونو او تیلو باندې په رضاکارانه ډول مالیه زیاته کړل شي، ښايي د ۱۵ میلیارد ډالرو تشه ډکه شي.

دا راپور د ملګرو ملتونو یوې ډلې چمتو کړی دی او ټاکل شوې چې د یکشنبې په ورځ به په دوبۍ کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون دا راپور خپور کړي.

ښاغلي بان وویل نړۍ دا مهال د ۱۲۵ میلیونه هغو انسانانو د ژوند ژغورلو لپاره د کال ۲۵میلیارده ډالره لګوي چې جنګونو او طبيعي پېښو ځپلي دي.

د راپور چمتو کوونکو د ډلې یوې غړې کریستالینا جورجیوا وویل “موږ له یو مخ پر زیاتېدونکې ستونزې سره مخامخ یو. ښه خبره دا ده چې نړۍ د بل هر وخت په پرتله اوس له مرسته کوونکو انسانانو سره ښه سخاوت کوي، خو بد خبر دا دی چې دغه سخاوت اوس هم کافي ندی”.

نوموړې وویل “دا خورا زیاتې پېسې دي خو، د یوې داسې نړۍ لپاره هېڅ هم نه دي چې کلنی خالص عاید یې ۷۸ تریلیونه ډالره وي”.

راپور وايي که په کال کې د څلویښت میلیارد ډالرو پوره انتظام وشي نو د دې امکان به وي‌ چې په نړۍ کې د لوږې له کبله د انسانانو د مرګ مخه ونیول شي.

د ۳۱ مخونو په دغه راپور کې د شته مالي ستونزې د خمتولو لپاره نورې درې لارې ښودلې شوي دي: د نورو مرستو جذبول، د مرستو د اړتیاوو کمول او د بشري مرستو اغیز زیاتول دي.

د دغو پېسو د ترلاسه کولو لپاره پر نورو چارو سربېره د د الوتکو پر تکټونو د لږې او رضاکارانه مالیې د زیاتولو وړاندیز هم شوی دی.

همدغه راز د ملګرو ملتونو دغه ډله وايي چې د لوبو، کنسرتونو، فلمونو او داسې نورو چارو پر ټکټونو لږه او په خپلې خوښې اضافي مالیه ورکولو له لارې د کال میلیاردونه ډالره ترلاسه کېدی شي.

مېرمن جورجیوا همدغه راز وايي هرکال په اسلامي هېوادونو کې د ۳۰۰ ااو ۵۰۰ میلیونه ډالرو ترمنځ زکات ورکول کیږي او ټولیږي او په خبره یې که یوه برخه یې هم د بشري مرستو لپاره ورکړل شي، د دغې ستونزې په حلولو کې ډېره مرسته کوي.

ملګري ملتونه نه دي ویلي چې د نړۍ په کومو هېوادونو کې ډېر انسانان چټکو بشري مرستو ته اړتیا لري، په راپور کې دا هم نه دي ویل شوي که دغه پېسې ترلاسه نشي، پایلې به یې بشري نړۍ ته څه وي.

ملګري ملتونه نه دي ویلي چې د نړۍ په کومو هېوادونو کې ډېر انسانان چټکو بشري مرستو ته اړتیا لري، په راپور کې دا هم نه دي ویل شوي که دغه پېسې ترلاسه نشي، پایلې به یې بشري نړۍ ته څه وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *