سربازان سعودی

سربازان سعودی
سربازان سعودی

له سلو زیات افغان کډوال د پاکستان سرحدي پولیسو نیولي دي

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، هره ورځ له ۳ زرو زیات افغانان غواړي د پاکستان او ایران له لارې ځانونه اروپایي هیوادونو ته ورسوي، چې له هغوی څخه شاوخوا ۲ زره افغانان د ایران او پاکستان د پولیسو له خوا نیول کيږي.

د یاد وزارت ویاند اسلام الدین جرأت ویلي، چې په تیره یوه اونۍ کې له سلو زیات افغان کډوال په بلوچستان کې پاکستاني پولیسو نیولي او اوس هم بندیان دي.

د امنیت نشتوالي، اوزګارتیا او بې وزلۍ له امله ډیری افغانان له قاچاقي لارو غواړي ځانونه اروپايي هېوادونو ته ورسوي، چې تر ټولو مشهورې لارې د ایران او پاکستان لارې دي.

د جرأت پروینا، د ایران د غوښتنې له امله پاکستاني پوله ساتو ځواکونو خپلې ګزمې پیاوړې کړې دي.

د هغه پر خبره، په تیره یوه اونۍ کې له سلو زیات کډوال نیول شوي دي او په بند کې دي.

اسلام الدین زیاتوي:” دا چې د بلوچستان له پولې نیول شوي دي هغه پخواني کډوال نه دي” چې په پاکستان کې له ډېرو کلونو راهیسې اوسیدل، بلکې “دوی تازه غوښتل، چې له دغو پولو څخه ځان اروپایي هیوادونو ته ورسوي.”

په دې اړه مو وغوښتل، چې په کابل کې د پاکستان سفارت نظر هم وپوښتو، خو له بیا بیا اړیکو سره سره هغوی ځواب ونه وایه.

د ځینو ورکړل شویو شمیرو پربنسټ له ۳ میلیونه زیات افغان کډوال په پاکستان کې میشت دي او تر نیمایي زیات د هغوی قانوني اسناد هم نه لري، نو ځکه خو افغان کډوال تل پاکستاني پولیسو له لوري ځورول کيږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *