د ملگرو ملتونو لوی منشي د ايران او پنځه جمع يو هيوادونو ترمنځ د هوکړې له پلي کيدو خوښي څرگنده کړې ده

له دي سره دايران ولسمشر هم خپلو خلکو ته د بنديزونو د لري کولو مبارکي ورکړې ده

د ايران بهرنيو چارو وزير او د اروپايي تولني د بهرني سياست مشريban_ki-moon تيره شپه په يوه خبري ناسته کي د وينا ناستي له پلي کيدو او پر ايران د بنديزونو د لري کيدو په هکله خبر ورکري دي

د ملګرو ملتونو لوی منشی بانکي مون د یوې وینا پاڼې په خپرولو سره، د ایران او امریکا ترمنځ د بندیانو د تبادلې او پر ایران د نړیوالو بندیزونو له لرې کولو هرکلی کړی دی او دایې د ایران او امریکا ترمنځ په اړیکو کې نوې بڼه ښودلې او د ا یران او امریکا ترمنځ یې اړیکې له هیله مندیو ډکې ښودلې دي.

د اټومي پلان په هکله د وینا ناستې پلې کیدو په هکله تیره شپه د ایران بهرنیو چارو وزیر او اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشرې په ګډون په یوه خبرې ناسته کې خبر ورکړل شو.

فدريکا موگريني – “څرنګه چې ایران نن خپلې ټولې کړې ژمنې پلې کړې نو ددوی پر وړاندې به هم څو اړخیز بندیزونه لرې کړل شي.”

کليپ محمد جواد ظريف – د ایران بهرنیو چارو وزیر اود اروپایي ټولنې بهرني سیاست مشرې، پر ایران د امریکا، ملګرو ملتونو او اوروپایي ټولنې د بندیزونو له لرې کولو خبر ورکړی ویلي یې دي، له دې وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوه زره دوه سوه یو دیرشم پریکړه لیک چې د ایران د اټومي پلان په هکله وو د ایران د حقوي اټومي فعالیت په برخه کې به شتون ولري.

د اروپایي تولنې بهرني سیاست مشرې او د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوري په خپرې شوې ګډې وینا پاڼه کې ویل شوي: ټول اړخونه په دې ډاډه دي چې دا هوکړه تاریخي، مناسبه او ټولو ته د منلو وړ ده او ددې هوکړې پلې کیدل به د سیمې او نړۍ د امینت لپاره یوه کلي وي.

بله خوا د ایران ولسمشر حسن روحاني هم خپلو هیوادواولو ته د ددې هوکړې د پلي کیدو او د بندیزونو دلرې کیدو مبارکي ورکړې ده.

ده په خپله ټویټر پاڼه کې د ایران ولس ته لیکلي: برجام په فرجام ورسید، دا د شکر ځای دی چې ستاسو صور ملت ته د درنښت په موخه سر ټیټوم. د امریکا ولسمشر بارک اوباما پر ایران د بندیزونو لرې کولو لیک لاسلیک کړی دی او ددې هیواد بهرنیو چارو وزیر د دیپلوماسۍ له لارې د هوکړې رسیدو ته نغوته کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *