ایران کولای شی، اروپا ته ګاز ولیږدوی خو پوښتنه دا ده، چی آیا ایران دا غواړی؟

ایران کولای شی، اروپا ته «د ګاز جنوبی دهلیز» لپاره په یوی بلی چینی بدل شی، خو ټوله خبره په دی کی ده، چی آیا تهران دا غواړی؟ په دی هکله څرګندونی د انرزي د ستر مرکز عمومی ریس او په آزرباییجان کی د امریکا پخوانی سفیر ریچارد مانینګیستر د Natural Gas Europe رسنی سره د مرکی پر مهال کړی دی.

د نوموړی په وینا؛ اروپا ته «د ګاز د جنوبی دهلیز» له لاری د ایران د ګازو لیږد ډیرو فاکتونو پوری تړلی دی333744.

په آزرباییجان کی د امریکا پخوانی سفیر وویل:« په لومړی قدم کی، د ایران د اټمی پروګرام پوری چی یواځی د دغی ستونزی د هواریدو وروسته د ایران څخه بندیزونه لری کیږی، او ایران کولای شی اروپا ته «د ګاز د جنوبی دهلیز» له لاری خپل ګاز ولیږدوی. خو څرګنده نه ده، چی په خپله ایران دا غواړی او که نه؟».

«د ګاز د جنوبی دهلیز» تر نامه لاندی د پروژی له لاری د کسپین د سمندرګی په شا او خوا کی هیوادونه کولای شی، اروپا ته ګاز ولیږدوی. ایران اروپا ته د ګازو د لیږد لپاره خپلی لاری نه لری. خو ښایی د (TANAP) لاری چی د ترکیی څخه تیریږی او د «د ګاز د جنوبی دهلیز» یوه برخه ده، دغه کار وکړی.

ریچارد مانینګیستر څرګنده کړه، چی ایران ښایی اسیا ته هم ګاز ولیږدوی. له دی مخکی نورو بهرنیو هیوادونو ته د ایران د ګازو د لیږد د چارو د ملی اداری (NIGEC) ریس علی رضا کاملی ویلی وو، چی ایران ښایی اروپا ته هم ګاز ولیږدوی. کمپنی په پام کی لری، د دریو کلونو په اوږدو کی د ګازو د تولید ۵ فابریکی جوړی کړی.

ریچارد مانینګیستر زیاته کړه، چی د ترکیی او روسیی د اړیکو خرابیدو سره د «د ګاز د جنوبی دهلیز» لپاره د ښو شرایطو د جوړیدو چانس لوړیږی.

ریچارد مانینګیستر په دی هکله وویل: « فکر کوم روسیه به خوشحاله شی، که «د ګازجنوبی دهلیز» پروژه عملی نه شی. خو دا به پیښه نه شی — دا پروژه به جوړه شی».

«د ګازد جنوبی دهلیز» پروژه د اروپایی ټولنی لپاره تر ټولو مهمه پروژه ده. چی اروپا ته د ګاز د چینو څخه د نه رسیدو په تړاو ښوونی ګواښونه له منځه وړی او د ګاز په برخه کی چی روسیی پوری تړلی ده، اروپا ته آزادی ور په برخه کوی.

د روسیی لخوا وړاندیز شوی پروژه چی د «ترکیی څپی» نومول شوی وه، «د ګاز د جنوبی دهلیز» یوه سیاله پروژه وه، او د سیالی پروژی په سترګه ورته کتل کیدل. خو دا چی د روسیی او ترکیی تر منځ اړیکی خرابی شوی، دغه پروژه هم وتړل شوه. اروپا ته به ګاز د «د ګازد جنوبی دهلیز» له لاری، په دی معنی چی د ترکیی او ګرجستان له لاری ګاز اروپا ته لیږدول کیږی.

په لومړی پړاو کی د «د ګازد جنوبی دهلیز» لپاره د ازرباییجان ګاز د شادینز چینه ډیره مهمه او اساسی چینه ده. د دغی پروژی له مخی به د ازرباییجان ۱۰ ملیارده مترم

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *