د ننګرهار ځانمرګي برید وژل شویو کسانو شمېر ۱۳ ته ورسید
بریدګر هغه مهال په ځان پورې تړلي باروتو ته چاودنه ورکړه، چې د عبیدالله شینواري میلمستون ته د قرانکریم ختم لپاره راغلیو میلمنو سره ننوت عطاءالله خوګیاڼی
په ننګرهار کې ځايي چارواکي وايي، د ولایتي شورا غړي عبید شینواري میلمستون کې د نن ( جنوري ۱۷ ) ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳ ته رسېدلی.
د دوی په وینا پېښه کې ۱۴ کسان ټپیان دي. د ننګرهار عامې روغتیا ادارې مشر نجیب کامه وال وايي:
”د نن برید شهیدانو شمېر ۱۳ ته رسېدلی او ۱۴ نور کسان ټپیان دي. د دریو ټپیانو روغتیايي حالت اندېښمنونکی دی، خو نور له روغتیايي پلوه ښه دي او ډاکټران یې درملنه کوي.”
د ننګرهار والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی وايي، بریدګر هغه مهال په ځان پورې تړليو باروتو ته چاودنه ورکړه، چې د عبیدالله شینواري میلمستون ته د قرانکریم ختم لپاره راغلیو میلمنو سره ننوت.
ښاغلي شینواري کره د ختم مراسم د ‘داعش’ نومي ډلې له ولکې د نوموړي د ورور خوشي کېدو په مناسبت تر سره کېدل او د جلال اباد ښار په دریمه ناحیه سیمه کې یې کور ته قومي مشران، خپلوان او یو شمېر ځايي اوسېدونکي ورغلي وو.
ویل کېږي، د نوموړي ورور په دغه چاودنه کې ټپي شوی دی.
د دریو ټپیانو روغتیايي حالت اندېښمنونکی دی، خو نور له روغتیايي پلوه ښه دي او ډاکټران یې درملنه کوي د عامې روغتیا ادارې مشر
تر اوسه کومې ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دغه برید په دوی پورې کوم تړاو نه لري.
د افغانستان لوړ پوړو چارواکو، مخورو او د ټولنیزو رسنیو کارونکو دغه برید په کلکه غندلی دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، ”د دغې پېښې مسوولانو د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د ناتوانۍ له کبله د بې ګناه ولس وژنې ته مخه کړې.”
د ښاغلي غني په وینا ‘هغه کسان، چې د ولس وینې تویولو سره جګړه روانه ساتي، له هغوی سره به د سولې هېڅ راز خبرې و نه شي، بلکې افغان امینتي ځواکونو به یې پر وړاندې په ټول قوت جګړه وکړي.’
ولسمشر غني په مشخصه توګه د دغه برید پړه پر کومه ډله نه ده اچولې.