د يمن په شمال ختيځ د صعده په و لايت کې د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي ايتلاف په بمباريوکې لږ تر لږه د حوثيانو ۳۰ تنه وژل شوي دي. دامطلب د شن466532بي په ورځ د «العربيه » تلويزوني چينل ور کړی دي. د دغه تلويزوني چېنل په حواله بمبارۍ د داهين په ښار کې شوي دي.

په يمن کې وسله والي نښتي روانې دي. چې له يوې خوا د شيعه «انصارلله» غورځنګ حوثيان ، او د پخوانې ولسمشر علی عبدالله صالح ته وفادار پو ځيان، او بل پلو ته د پر ځول شوی ولسمشر عبد ربه منصور هادی پو ځيان چې د سعودي عربستان په مشري د عربي ايتلاف د خمکني او هوايي ځواکونو ملاتړ ورسره دي، په جګړې کې ښکيل دي. د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف د تيرکال له مارچ میاشتی راهیسي د يمن پر بیلابيلو سيموباندې چې د حوثيانو په ولکې کې دي بمبارۍ کوي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *