هلمند او نيمروز كې عمليات، ۱۳ طالبان مړه، ۱۵ ټپيان
هلمند او نيمروز كې عمليات، ۱۳ طالبان مړه، ۱۵ ټپيان د هلمند امنيتي مسوولين وايي، د دې ولايت په خانشين او د نيمروز په دلارام ولسوالۍ كې د ملي اردو عملياتو په بېلا بېلو عملياتو كې ۱۳ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
په دې اړه د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر نه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه ليكي د خانشين ولسوالۍ په عملياتو كې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي، خو د نيمروز په دلارام كې بيا د طالبانو د يو قومندان ملا عوض په ګډون ۳ وسله وال طالبان وژل شوي او يو عراده ډاټسن موټر يې د افغان پوځيانو لخوا له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.